د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

کارپوهان: د ملي وحدت حکومت د افغانستان د سیاسي حل لارې نسخه نه ده


د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخه ونیوله، خو د یو ناقانونه حکومت بنسټ یې هم کېښود.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د پرمختګ لپاره د خلکو هیلې ژوندۍ ساتلي او د دغه حکومت په جوړېدو کې ده مهم رول لوبولی، خو د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دغه حکومت په خپلمنځي لانجو کې د ښکېلتیا له کبله د ولس درد دوا نه کړ.

دوی وايي، د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدل د وخت اړتیا وه او په دې ترتیب د کورنیو جګړه مخه ونیول شوه، خو د دغه حکومت ناسم مدیرت ګڼې ستونزې وزېږولې.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو کې د امریکا له روله انکار نه شي کېدای، خو د ده په خبره دا په خپله افغان مشران و چې د ناسم حکومت بنسټ اېښودلو ته یې زمینه برابره کړه.

خادم:دا هغه ناسور و چې د یوه زخم په پرانېستلو سره مو بل زخم پټ کړ.
خادم:دا هغه ناسور و چې د یوه زخم په پرانېستلو سره مو بل زخم پټ کړ.

نوموړي زیاته کړه:

"دا هغه ناسور و چې د یوه زخم په پرانېستلو سره مو بل زخم پټ کړ او زه عقیده نه لرم چې د ملي یووالي حکومت دغه نسخه دې د افغانستان سیاسي طلاطم او منجلاب ته د حل لاره اوسي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ادارې ته د خپلو یادښتونو د سپارولو پرمهال وویل چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د پرمختګ هیلې ژوندۍ ساتلي دي.

جان کري همدا راز ویلي که څه هم د ملي یووالي حکومت له ځینو ننګونو سره مخ دی خو په افغانستان کې حالات د ډاډ وړ دي.

د ملي یووالي حکومت د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شو.
د ملي یووالي حکومت د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شو.

د ملي یووالي حکومت شااوخوا دوه نیم کال وړاندې له پېچلو انتخاباتي لانجو وروسته د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شو چې له مخې یې د یو سیاسي هوکړه لیک په ترڅ کې د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ واک ووېشل شو.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه طاهر هاشمي وايي، دا سمه ده چې امریکا په افغانستان کې د کورنیو جګړو د پیل له وېرې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو کې رول ولوبوه، خو د یو نا قانونه حکومت بنسټ یې هم کېښود.

هاشمي: د دغه حکومت رامنځته کېدل د جان کري د هڅو پایله ده.
هاشمي: د دغه حکومت رامنځته کېدل د جان کري د هڅو پایله ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په یو عبارت تاسو ویلی شي چې د دغه حکومت رامنځته کېدل د جان کري د هڅو پایله ده، خو په بل عبارت کې دا هم ویلی شو هر چا چې منځته راوړی وي د اساسي قانون خلاف دی د هغه اساسي قانون خلاف چې هغه د ولس او حکومت ملي وثیقه ده."

د ښاغلي هاشمي په خبره که څه هم د ملي یووالي حکومت تر اوسه په خپلو چارو کې بریالی نه وو، خو مشران یې کولای شي خلکو ته د ښه خدمتونو په وړاندې کولو او په ورته وخت کې د خپلمنځي اختلافاتو په مخینوي سره د حکومت دوام یقیني کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG