د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

امریکا ته ځيني کډه شوي افغان ژباړونکي له روحي ناروغیو سره مخ دي


یو شمېر هغه افغان ژباړونکي او متخصصین چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی او اوس امریکا ته کډه شوي، د روحي ناروغیو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د کالیفورنیا مرکز ساکرامینتو «Sacramento» د هغو افغان کډوالو لپاره د استوګنې د یوه مهم مرکز په توګه د راڅرګندېدو په حال کې دی چې د افغانستان جګړه کې له امریکایي ځواکونو سره د خدمت کولو په خاطر د یوه ځانګړي پروګرام له مخې ورته ویزې ورکړل شوې دي.

خو د دوی لپاره په متحده ایالاتو کې ژوند کول پر یوې دوامدارې مبارزې بدل شوی.

دغه پخواني ژباړونکي، انجنیران او ډاکټران چې د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړل شوي او د ساکرامینتو ښار د یوې وروسته پاتې سیمې په ټیټو کرایو لرونکو کورونو کې یې اړولي، دې ته اړ دي چې هر څه له سره پیل کړي.

دوی پر دې سربېره چې د کمې تنخوا لرونکي کارونه ترسره کوي، د ژور خفګان په ګډون له مختلفو روحي ناورغیو سره مخامخ دي.

د ۲۰۱۰ میلادي کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې په ساکرامینتو کې د دغو افغان کډوالو د مېشتېدو بهیر پیل شوی اوس‌یې شمېر له دوو زرو کسانو اوړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ډېر دغه افغانان چې له مخکې په مختلفو روحي ناروغیو اخته و، په متحده ایالاتو کې د ژوند کولو سختو شرایطو یې روحي ستونزې نورې هم ورزیاتې کړي.

دغه افغانان وایي، دوی ډېر د بې‌وسۍ او له نظره د لوېدو احساس کوي، مناسب کارونه او سم کورونه نه‌لري او نه‌یې هم د امریکا پر دود او دستور سم سر خلاصېږي.

یو له دغو افغانانو فیصل رازمل دی چې پخوا یې په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې جګړه کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کوله.

ښاغلی رازمل د ۲۰۱۵ میلادي کال په اګسټ کې په ساکرامینتو کې د خپل اپارتمان په مخ کې د یوه وسله‌وال کس په ډزو ټپي شوی او د یوې سترګې دید یې له لاسه ورکړی دی.

هغه تنکي ځوان چې دی یې د ټوپک په ډزو ټپي کړی و، د څنګ‎لوري سیمې یو اوسېدونکی او د یوې بدماشې ډلې غړی و چې تر اوسه‌یې محاکمه پای ته نه‎ده رسېدلې.

۲۸ کلن رازمل چې د دوو ماشومانو پلار دی او مېرمن‌یې امېندواره ده، وایي له دغې حملې وروسته اوس دی داسې احساس کوي چې د خپلې روح یوه برخه‌یې هم له لاسه ورکړې ده.

هغه وایي، د ډوبېدو احساس ورسره دی او ځان داسې احساسوي چې له روحي پلوه تر اوسه روغ نه‎دی.

له دغې حملې مخکې رازمل د سوداګرۍ په یوه لوی مارکېټ کې د امنیتي ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.

له حملې وروسته هغه نورو کارونو، له ټکسي چلولو نیولې، د تېلو په ټانک کې د پلورنکي او رسټورانټ کې د لوښي مینځلو په څېر مختلف کارونه ترسره کړي دي.

جسن سوین «Jason Swain» چې د سوشیال کارګرانو د کلینیک یو ماهر دی وایي، د ویزې محدود شرایط او د ژور خفګان روحي ناروغي د دې سبب شوې چې دی ونه‎شي کړای خپل کارته دوام ورکړي.

سوین اتلس ځلې له هغه سره لیدلي او ورته‌یې سلا و مشوره ورکړې ده.

دی وایي، د رازمل سرنوشت او دا چې ایا دی به وکړای شي چې د خپلې کورنۍ لاس‌نیوی وکړي، نا مشخص دی.

سوین وایي، د کالیفورنیا د انسانانو د بېرته رغېدو ریاست تر اوسه د معلولیت د تنخوا لپاره د هغه د غوښتنلیک په اړه پرېکړه نه‎ده کړې او ښایي هغه یو کال وخت ونیسي.

رازمل چې په افغانستان کې د جګړو او لارې بم چاودنو څخه بچ شوی وایي، هېڅ‎کله هم د روحي ناروغۍ یا د ژور خفګان لپاره چې د جګړو له امله ورسره مخامخ شوی، نه‌ په افغانستان او نه‌هم په متحده ایالاتو کې معاینات شوي.

د هغه معالجه روغتیا پالونکې حمیرا غفاري وایي، دا ګومان کوي چې نوموړي ته ژور خفګان له مخکې په افغانستان کې د جګړو له امله پیدا شوی و او دلته په متحده ایالاتو کې پر ده له حملې وروسته دغه د ژور خفګان روحي ناروغي لاپسې ژوره شوه.

مېرمن غفاري وایي، خلک د امریکا خوبونه ویني او داسې فکر کوي چې دلته نظم او قانون حاکم دی او ټول خلک په بشپړه توګه مصون دي خو کله چې دوی د امریکا خاورې ته داخلېږي او غواړي خپل ژوند بېرته له صفره پیل کړي، ټکان خوري.

غفاري چې شاوخوا ۳۰ افغانانو ته د روحي رغېدو او کورني تاوتریخوالي په برخو کې سلامشوره ورکوي وایي، اکثره ناروغان‌یې ځان داسې احساسوي چې ګواکې منزوي شوي لاره ترې ورکه ده او خوبونه‌یې په اوبو لاهو شوي دي.

XS
SM
MD
LG