د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

کندهار ته راستانه شوي کډوال کور او کار غواړي


له پاکستان څخه کندهار ته د افغان کډوالو راستانه شوي سلګونه کورنۍ له دولت څخه کور او کار غواړي.

له پاکستان څخه کندهار ته هره ورځ په اوسط ډول د ۵۰ څخه تر شپېتو کورنۍ راځي.

دغه تازه راستنېدونکي کورنۍ وايي، که په پاکستان کې له ډول-ډول ستونزو سره مخ وه نو دلته هم بې‌ستونزو نه‌دي پاتې.

کندهار ته راستانه شوي کډوال کور او کار غواړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

راغلي کډوال وايي، په پاکستان کې د هغه هېواد پولیسو ځورولي او کډې کولو ته‌يې مجبور کړي.

په تېرو شپږو میاشتو کي له پاکستانه کندهار ته شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ راغلي، دوی چې د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي له دولته د سر پناه لپاره کور او کار غواړي.

دوی وايي:

"موږ یو ځمکه او جایداد غواړو هېڅ سرپناه نه‌لرو د خدای روی ته وګورئ پر دې کونډو او یتیمانو رحم وکړئ."

د کندهار په سپین‎بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان سره پر پوله د کډوالو د نړیوال سازمان یا "آی. او. اېم" دفتر له تازه راستنېدونکو کډوالو سره لومړنۍ مرستې کوي.

د دغې ادارې سیمه‌ییز مشر محمد وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه ادارې د پنځه زره کسانو سره نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې.

د کندهار په سپین‎بولدک ولسوالۍ کې مو د کډوالو چارو ریاست د استازي علي محمد سره د کډوالو د سرپناه د ستونزې په اړه خبرې وکړې هغه وايي چې د راستنېدونکو کورنيو د سرپنا لپاره به ډېر ژر هغوی ته د مهاجرينو په ښارګوټي کې ځمکې ورکړي.

خو ویل کېږي چې لا هم د دغه ښارګوټي تخنیکې چارې بشپړې شوې نه‌دي.

د پاکستان څخه کندهار ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ لاهم دوام لري چارواکي وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ۱۵۰۰ نورې کورنۍ هم دغه ولایت ته راشي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG