د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

بېلابېلو هېوادونو د ۲۰۱۷ میلادي کال پیلېدو ته ښه راغلاست وویل


۲۰۱۷ میلادي کال پیل شو، د دغه کال د پیل لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نندارې او اورلوبې جوړې شوې وې.

میلیونونو انسانانو له سیډني نیولې تر کالیفورنیا پورې اورلوبې وکړې او ټولو یې د نوي کال د پیل په مناسبت یو بل ته مبارکۍ ورکړې.

میلونونو کسانو په ټوله نړۍ کې نوی میلادي کال «۲۰۱۷» په نڅا او اورلوبو پیل کړ.

د اسټرالیا سیډني ښار د تر ټولو غوره نندارو شاهد و چېرته چې هر کال تر نورو ځایونو مخکې نوی کال پیلېږي او خاص تدابیر هم ورته نیول کېږي.

څه باندې دوه میلیونه کسانو د هاربر پله په سر چې د سیډني تر ټولو مشهوره ځای دی د دې اورلوبو او نندارو لپاره سره ټول شوي و.

لکونه اورلوبې وړاندې شوې چې د تل په څېر یې یوه زړه وړونکې ننداره وړاندې کړه.

په نیویارک کې هم په لکونه کسان په ټایمز څلور لارې کې سره ټول شوي و څو د نوي کال لپاره اورلوبې او جشنونه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په یوه وېډیويي پیغام کې ۲۰۱۶ کال له لاسته راوړنو ډک وباله او د ۲۰۱۷ کال مبارکي یې ورکړه.

ښاغلي اوباما وویل:

"ټول مساوي یو، ټول د دې حق لرو چې د خپلو هېلو د پوره کېدو لپاره ژوند وکړو، د اوباما د کورنۍ له‌خوا تاسو ټولو ته نېکمرغه او خوشحاله نوی ۲۰۱۷ کال غواړم."

د اوباما په څېر د نړۍ نورو مشرانو هم د ۲۰۱۷ کال د پیل په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خلکو ته وړاندې کړي او د ټولو لپاره‌یې د ارامۍ ډک کال غوښتی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د جرمني صدراعظمې انګېلا مرکل او ګڼو نورو دا پیغامونه په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو هېوادونو د لاسته راوړنو او لوړو ژورو د یادولو تر څنګ ورکړي دي.

په اروپا کې د نوي کال د لمانځنې لپاره خاص امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پولیسو لا له وړاندې په برلین کې د کرېسمس د بازارګوټي او د فرانسې په نیس کې خاص تدابیر نیولي او خپل چمتووالی یې زیات کړی دی.

د نړۍ په ګڼو ښایسته ځایونو له هغې ډلې هانک کانګ او د اماراتو په دبۍ کې په خلیفه برج کې د نوي کال د پیل په مناسبت بېلابېل جشنونه او اورلوبې وشوې.

په افغانستان کې هم مېشتو ملکي او پوځي بهرنیانو د ۲۰۱۷ کال د پیل په مناسبت جشنونه جوړ کړي و.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG