د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

سیمینار: کابل کې د ځمکې د اوبو ټیټه سطحه د یو غلي خطر په څېر ده


له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې تر روان میلادي کال پورې کابل کې د ځمکې د اوبو سطحه، تر څه باندې ۲۰ مترو پورې ټیټه شوې او د دې ترڅنګ کومې اوبه چې خلک‌یې کاروي، تر ډېره ځایه ککړې دي.

دغه څرګندونې د چارو پوهانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د کابل د اوبو د زېرمو د ارزونې په علمي سیمینار کې وکړې.

دوی وویل، دغه ستونزه د یو غلي خطر په څېر له یوې ورځې نه بلې ته زیاتېږي او که تدابیر ورته ونه‌نیول شي، د کابل اوسېدونکي به په راتلونکو څو کلونو کې د اوبو د کموالي او ککړتیا له لویو ستونزو سره مخ شي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د اوبو د زېرمو د برخې مسؤل حسین غلامي وویل:

"د کابل ښاریانو د هر کس لپاره په یوه شپه ورځ کې ۲۰ لیټره د ځمکې لاندې اوبه موجودې دي، حال دا چې نړیوال ستنډرډ په ۲۴ ساعتونو کې د یو کس لپاره ۱۵۰ لېټره اوبه دي. موږ له سټنډرده ډېر واټن لرو. دا واټن باید وارزول شي او په ښه توګه مدیریت شي."

ده وویل، کابل په کال کې ۲۰،۷۶ میلیارده متره مکعبه اوبه لري چې د څښاک او کارونې لپاره کافي دي خو لویه فیصدي یې د عملي پلانونو او پروژو د نه‌شتون او ناسمې کارونې له امله ضایع کېږي.

په دغه سیمینار کې د اوبو د زېرمو یو شمېر متخصصینو وویل، د روانې ستونزې لامل، ناامني، وچکالي، د نفوسو زیاتوالی، د معیاري بندونو او داوبو د زېرمو نشتوالی، د خلکو له‎خوا د اوبو ناسمه کارونه او د هېواد په دودیز کرنیز سیسټم کې له اړتیا پورته د اوبو کارول دي.

د سیمینار ګډون‎والو له حکومته هیله وکړه چې د بندونو په جوړولو سره دې کابل د اوبو د کموالي او د اوبو له ککړوالي وژغوري.

د چاپېریال ساتنې برخه کې د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې شته ستونزه ومنله خو ويې‌ویل چې حکومت ورته تدابیر نیولي دي.

ښاغلی بصیر زیاتوي:

"د ملي یووالي حکومت په پام کې لري چې له شلو څخه تر ۳۰ پورې بندونه د هېواد په بېلابېلو سیمو او په تېره د کابل په شاوخوا کې جوړ کړي. د لوګر سیند، په شمال کې اوبه او د پنجشیر سیندونه شته چې بندونه‌یې جوړېږي، دا به د کابل د اوبو د کموالي د ستونزې په کمولو کې مرسته وکړي."

متخصصینو دا هم وویل، افغانستان د کافي اوبو لرونکی هېواد دی خو لوېدیځې روانې اوبه‌یې تر ډېره حده ایران او ختیځې اوبه‌یې پاکستان ته تېرېږي.

افغان حکومت هم ویلي چې له سیندونو څخه‌یې دواړه ګاوڼدیان ایران او پاکستان، د اوبو د نړیوالو معیارونو پرته ګټه اخلي خو تدابیر نیول شوي چې دې مسئلې حل ته په مناست وخت او شرایطو کې اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG