د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

چاپیریال ساتنې اداره: د هوا ککړتیا د بحران مخنیوي کې پاتې یو


د نامنیو، معتادینو، بې کاری او رنګا رنګ نورو زورونکو پدېدو وروسته اوس د کابل چاپیریال د حکومتي چارواکو او عامو خلکو تر منځ اندیښنې راپارولي دي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي، د بېلابېلو دلایلو له امله د هوا ککړتیا بحران په مخنیوي کې پاتې راغلی او سږکال دا ستونزه لا ډېره محسوسېږي.

د دغې ادارې د پلان رئیس کاظم همایون د چهارشنبې په ورځ د کابل چاپیریال په اړه یوې غونډې ته وویل، په بازار کې د هوا ککړونکو موادو او وسایلو زیات موجودیت د دې سبب شوی چې د کابل هوا بحراني کړي.

ښاغلي همایون زیاته کړه:

"سږ کال شاوخوا ۹۰ یا ۹۵ فیصده د کابل ښار اوسیدونکو د ډبرو سکاره اخېستي ، د انرژي او شنو پارکونو لپاره د سیاستونو او پالیسیو نه شتون له کبله دا او رنګارنګ شیان استعمالیږي، ان بخاری له ترکیې وارد شوي دي، که موږ ځانګړي سیاستونه درلودلای باید دا بخاری یا بندې او یا ورباندې درنه مالیه وضع شوي وای چې بدبختانه زموږ نه وخت تېر شوی دی."

په داسې حال کې چې د چاپیریال ساتنې اداره دنده د پاک چاپیریال لپاره د ټولو لازمو اقداماتو تر سره کول دي دا اداره د کابل د هوا دا بحراني حالت د حکومت په سیاستونو پورې تړلی بولي.

ښاغلی همایون وايي چې که په هوا ککړونکو موادو او وسایلو مالیه زیاته وي د پاک چاپیریال چانس ډيریږي خو دوی دا څه له لاسه ورکړي دي.

په ژمي کې د بخاریو، جنراتورونو، بې کیفیته تیلو او پلاستیکونو سوځولو څخه ډېره استفاده، په دغه ښار کې له یو نیم میلیون څخه د ډېرو موټرو تګ راتګ، د کابل زیات نفوس او ګڼ نور هغه څه یادېږي چې د چارواکو په باور د کابل هوا یې چټله کړې ده.

ککړه هوا د کابل ترڅنګ اوس په یوه نړیواله ستونزه بدله شوې او د شمېرو له مخې هرکال شاوخوا ۳۰ میلیونه خلک د ککړې هوا څخه د ناورغۍ تر بیستره رسېږي.

په افغانستان کې که څه هم دا شمېره معلومه نه ده خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کابل چټلې هوا او د اورښتونو نه شتون مستقیماً د ناروغانو په ډېرېدو اغېز کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت سالاکار خواجه قمرالدین صدیقي وايي، سرطان، تنفسي، روحي او د زړه ناروغی هغه مرضونه دي چې تر ډېره له ککړې هوا څخه پیدا کېږي.

ښاغلي صدیقي زیاتوي:

"د تنفسي ناروغیو سربېره ټُخلي، ریزش، د زړه ناروغی، مغزي سقطه، سرطانونه، له وخته مخکې زیږون، عصبي او رواني ناروغی او لسګونه نور مصیبتونه د دې ککړې هوا څخه پیدا کیدای شي."

له دې سره اجرائیه ریاست وايي چې د چاپیریال پاک ساتل د خلکو او حکومت ګډه دنده ده او حکومت په دې لړ کې ځيني اقدامات کړي دي.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت د چاپیریال ساتنې او نورو ادارو سره په ګډه د پاک چاپیریال لپاره کار کوي او په دې لړ کې تر ټولو ډېره هڅه د تیلو کنټرول ته شوې ده.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG