د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

سرنوشت: د بلې نیابتي جګړې بڅرکي


کابل چاپ ځینو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په مسکو د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت له قوله په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، پاکستان او چین درې اړخېزه غونډه مبهمه بللې ده.

همدې ورځپاڼې د مسکو غونډه، د بلې نیابتي جګړې بڅرکي تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي د نړیوالو قوانینو له مخې او له حقوقي اړخه دا غونډه ناقانونه ده، د افغانستان له حضور پرته یاد هېوادونه نه‎شي کولای چې دا ډول غونډه جوړه کړي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د افغانستان په اړه د روسیې ګونګه لوبه.

په سرمقاله کې یادونه شوې روسیې د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت پيژني او همدارنګه د طالبانو له سیاسي دفترونو سره ډيپلوماټیکې اړیکې لري.

د لیکوال په اند دا ټول د دې څرګندونه کوي چې روسیې د افغانستان د قضیو په اړه یوه ګونګه لوبه پرمخ بیايي.

د سرمقالې د لیکوال د معلومات له مخې د روسیې دا ډول لوبه د افغانستان حالت نور هم پيچلي کوي چې دې هرڅه به په سیمه کې امنیتي ګواښونه زیات کړي او روسیه به هم له دغو ګواښونو په امن کې پاتې نه‎شي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکی کنفرانس افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي روسیې، چین او پاکستان د دا ډولغونډو په جوړېدا سره د افغانستان ملي حاکمیت باندې سترګې پټې کړې چې دې موضوع افغانان اندېښمن کړي.

د انیس د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي هر هغه غونډه چې د افغانستان په اړه جوړېږي او د افغان حکومت استازی په کې برخه ونه‎لري، پایلې به یې مثبتې او د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دیپه افغانستان کې د روسیې، ایران او پاکستان لاسوهنې د سترې اندېښنې وړ دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دغو درې واړو هېوادونو د افغانستان د پرمختګ، امنیت اوثبات پرضد خطرناک مثلث رامنځته کړی.

د سرمقالې په پای کې راغلي افغان حکومت باید دې لوبې ته د پای ټکی کېږي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دغې لوبې پرضد غږ پورته کړي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG