د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ولې یو شمېر معتادین تر درملنې وروسته مخدره موادو ته مخه کوي؟


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، فقر، بې‌کاري او مخدره موادو ته اسانه لاسرسی په مخدره موادو د بېرته روږدي کېدو اصلي لاملونه دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو د اړتیا د کمولو ریاست مرستیال وايي، دوی هڅه کوي چې په مخدره موادو د روږدو کسانو سمه درملنه وکړي او هغوی خپل عادي ژوند ته مخه کړي.

افغان حکومت یو وار بیا په کابل ښار کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې په هدف د هغوی د راټولولو پروګرام پیل کړ.

د مخدره موادو سره د مباررې وزارت د معلوماتو له مخې د معتادینو د ټولولو په دغه پروګرام کې د کابل له پل سوخته سیمې څخه شااوخوا څلور سوه کسان ټول او د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته انتقال شول.

خو داسې اندېښنې موجودې دي چې ولې یو شمېر معتادین تر درملنې وروسته بېرته مخدره موادو ته مخه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د مخدره موادو د راکمولو د تقاضا ریاست مرستیال ډاکټر شاه‌پور یوسف په دې اړه وايي:

"د دوی درملنه په ښه شکل تر سره کېږي، خو معتاد مخدره موادو ته په اسانۍ سره لاسرسی لري، مخدره مواد، غریبي، بې‌کاري، د دندو نه‌شتون، په ټولنه کې هغوی ته په سپکه کتل هغه عوامل دي چې معتاد یې له امله بېرته تر پله لاندې راشي او تر درملنې وروسته په ټولنه کې ادغام نه‌شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وازت وايي، په ټول هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره شااوخوا ۱۰۹ مرکزونه جوړ شوي چې هر کال د ۴۵۵۵۰ معتادینو د درملنې ظرفیت لري.

یوسف: د بېلابېلو لاملونو له امله یو شمېر کسان بېرته نشې ته مخه کوي.
یوسف: د بېلابېلو لاملونو له امله یو شمېر کسان بېرته نشې ته مخه کوي.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې اوس په ټول هېواد کې شااوخوا درې میلیونه کسان چې په هغې کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، په مخدره موادو روږدي دي.

په ورته وخت کې هغه معتادین چې له دې وړاندې په یو شمېر روغتیایي مرکزونو کې تر درملنې لاندې و، بیا یې مخدره موادو ته مخه کړې دوی د دې کار د لامل په اړه وايي:

"یو ځل دلته راغلی وم بستر شوی وم، پنځه څلویښت ورځې مې تېرې کړې له هغې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ولاړم هلته‌یې مخدره مواد راوړل، په هماغه ځای کې بیا معتاد شوم."

"لس میاشتې کېږي چې کابل ته د دندې د پیدا کولو لپاره راغلی یم، د همدې درملنې له دروازې چې وځم بېرته ناهیلی کېږم، څوک مې لاس نه‌نیسي او څوک مې سم ځواب نه‌راکوي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې افغان حکومت په مخدره موادو روږدې کسان د درملنې لپاره ټولوي بلکې نور کلونه هم سلګونه معتادین د اړوندو ارګانونو له‌خوا د درملنې په هدف ټول شوي دي.

یو شمېر معتادین خوست کې د درملنې مرکز کې.
یو شمېر معتادین خوست کې د درملنې مرکز کې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت مني چې مخدره موادو ته اسانه لاسرسی جدي ستونزه ده او زیاتوي چې په ځینو برخو کې پولیس هم په یوه ډول نه په یو ډول په‌کې لاس لري.

د مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د مخدره موادو په قضیو کې د لاس لرلو په تور د پنځوسو پولیسو د نیولو خبر ورکوي او وايي، په یوه کال کې یې د مخدره موادو سره د ارتباطاتو او خرڅلاو په تړاو شااوخوا اووه سوه کسان هم نیولي دي.

که څه هم چې ښاغلي احمدي د قاچاق کوونکو د نیولو او د مخدره موادو د کمولو په اړه ډاډ ورکوي، خو د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي بیا دا یوه نړیواله پدیده بولې او وايي چې باید په دې برخه کې د ټولنې بېلابېل وګړي او دغه شان نړیواله ټولنه همکاري وکړي.

راپور: ابراهیم صافی

کابل کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د ټولولو پروګرام پیل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

XS
SM
MD
LG