د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

کرزی: ګاونډیو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشري حق دی


پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډېورنډ کرښې او ګاونډیو هېوادونو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشري حق دی او کوم هېواد باید ترې خفه نشي.

نوموړی وايي، د هېواد د پولو په تېره بیا د ډېورنډ کرښې او اوبو څخه افغانانو زیاتې ستونزې لیدلې دي.

ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، په دې اړه بحث د افغانانو انساني حق دی نو ځکه هیله لري چې ګاونډي هېوادونه هم له افغانستان سره تفاهم ولري.

هغه د افغانستان نوین مطالعاتي او څيړنیز مرکز پرانېست غونډې ته چې د افغانستان د پولو او اوبو په اړه څېړنې کوي وویل، له پاکستان نه غواړي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانو دریځ درک کړي.

کرزی: پاکستان دې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانو دریځ درک کړي.
کرزی: پاکستان دې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانو دریځ درک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه وخت چې پر افغانستان دا کرښه تحمیل شوه پاکستان موجود نه و، نو په دې برخه کې د پاکستان له حکومت څخه ګیله نه لرو، ولې د انګلیس حکومت د ځای ناستي په حیث له هغوی غواړو دا موضوع چې افغانستان په رسمیت نه ده پېژندلې درک کړي، دا د پاکستان سره د دښمنی په معنی نه ده، هیله لرو چې پاکستان په دې پوه شي چې ډیورنډ کرښه پر افغانانو د انګلیس له خوا په زور تحمل شوې او د سیمې خلک یې سره بیل کړي دي."

ښاغلی کرزی وايي، په هېواد کې د ننه له اوبو څخه د استفادې د څرنګوالي په اړه هم باید ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره تفاهم ولري او پوه شي چې افغانان د یوه ملت په حیث د پرمختګ حق لري.

د افغانستان نوین مطالعاتي او څېړنیز مرکز چې نوی یې په کار پيل وکړ، هدف یې د منطقي او معقول څېړنیز سیسټم له لارې د بېلابېلو ارګانونو سره د هېواد د سرحدونو او اوبو ستونزو لپاره د حل لارو موندل او په اړه یې عامه پوهاوی ډېرول دي.

افغان چارواکو هم له دې وړاندې په دې اړه ویلي چې پر ډېورنډ کرښه باندې بحث د حکومت نه بلکې د ملت صلاحیت دی او د شته پولو ټینګه ساتنه کوي.

د اوبو په اړه بیا جمهور رئیس غني په هېواد کې د ننه د څه باندې شلو بندونو د جوړېدو ویلي و او ټینګار یې کړی و چې ګاونډیو هېوادونو ته به د هېواد اوبه نورې هسې بې ارزښته تویې نشي.

اشرف غني: د هېواد اوبه مو دې مهار او زموږ په واک راکړل شي

عظیمي: د افغانستان د ۲۹ اوبو بندونو تدارکاتي چارې پیل شوي​

غني: د هېواد اوبه نور بې ارزښته ګاونډیو هېوادونو ته تویې نشي.
غني: د هېواد اوبه نور بې ارزښته ګاونډیو هېوادونو ته تویې نشي.

د افغانستان نوین مطالعاتي او څېړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد وايي چې د افغانستان د ۷۶ کیلومتره پولو څخه پرته نورې یې پخوانيو استعماري هېوادونو ټاکلي او د هېواد ۵۸ ملیارده متر مکعب اوبه په وړیا ډول ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي.

ښاغلی عبدالله وايي چې که د ګاونډيو هېوادونو سره د پولو او اوبو موضوعات حل نه شي افغانستان به کله هم له اوسني وضعیته ونه وځي.

نوموړي زیاته کړه:

"که موږ له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو سره د پولو او اوبو ستونزې حل نه کړو په همدې وضعیت کې همداسې پاتې کېږو، نو ځکه زموږ هیله دا ده چې د دې موضوعاتو د دایمي حل لپاره کار وشي او دا موضوع په نړیوالو کنفرانسونو کې هم یاده شي."

هغه وايي چې که ګاونډيو هېوادونو ته بهیدونکي اوبه د اوسنیو قوانیونو له مخې حساب شي افغانستان هر کال له پاکستان او ایران څخه تر سل ملیارده ډالرو زیات عاید تر لاسه کولای شي.

د فراه اوسیدونکي: ګاونډيان نه غواړي چې بخش آباد بند ورغول شي

د افغانستان او ایران د اوبو مسئله د کارپوهانو غونډې ته وړاندې کېږي​

له دې سره د دغو ادعاوو یو ملاتړی او د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد وايي چې په هېواد کې د شته ستونزو په تېره بیا د سرحدي شخړو او اوبو د مدیریت لپاره د روڼ اندو او پوهانو راټولول ځکه هم اړین دي چې دا وخت هېواد له مهمو پړاوونو تېرېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG