د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

جرمني پولیس د "امري" مشکوک تونسي د موندلو په لټه کې


جرمني پولیس په ټول هېواد کې د انیس امري په نامه مشکوک تونسي د موندلو هلې ځلې کوي.

د کرېسمېس د اختر په یوه بازار باندې د لارې په وسیله د دوشنبې د شپې په برید کې ۱۲ کسه مړه او څه دپاسه ۵۰ کسه نور ټپیان شول.

اسلامي دولت ډلې د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی. دغه برید په تېرو ۳۵ کلونو کې په جرمني کې تر ټولو مرګونی برید ګڼل کېږي.

رسنیو د ۲۴ کلن انیس امري د ګوتو د نښو پیدا کېدو په هکله د خپلې منبع نوم نه‎دی اخېستی او پولیسو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د برلین وروستي برید، د کرېسمس د اختر په شپو ورځو کې ټوله اروپا اندیښمنه کړې ده.

په دې چې تېرکال دغه مهال د فرانسې په بازارونو کې بریدونه وشول سږ کال په دغه هېواد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په کلیساوو کې هم امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي.

د برلین بازار چې د دوشنبې په شپه ورباندې برید وشو د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې چې شاوخوا یې ځینې پاټکونه جوړ شوي وو بیا پرانېستل شو.

رسنیو خپره کړه چې پولیسو د جرمني په لویدیځ دورتموند ښار کې څلور کسان چې له انیس امري سره یې تماس درلوده ونیول. خو د لویې څارنوالۍ یو ویاند دغه رپوټونه رد کړل او ويې ویل چې د دغو عملیاتو په هکله به نور تفصیلات وړاندې کړي.

بل‎خوا بېلډ ورځپاڼې د ترورېزم ضد امنیتي چارواکو له قوله وویل چې تېر پسرلۍ څرګنده وه چې امري په دې لټه کې و چې د یوه برید لپاره ځانته ملګري پيدا کړي او وسلو سره يې علاقمندي درلوده.

رپوټونه وايي، په تېر مارچ میاشت کې یوه مقدماتي دوسیه د امري خلاف وروسته له دې درج شوه چې معلومات ترلاسه شول چې نوموړي د برید په نیت د وسلې د اخېستو لپاره د غلا پلان درلوده.

د برلین د برید په ارتباط لومړی یو پاکستانی پناه غوښتونکې نیول شوی و خو وروسته له‎دې چې پولیسو چې د هغه خلاف کافي دلایل ترلاسه نه‎کړل خوشې يې کړ.

XS
SM
MD
LG