د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

ځیني وکیلان: کونړ کې د داعش حضور، ټول افغانستان ته ګواښ دی


په ولسي جرګه کې د کونړ یو شمېر غړي وایي چې دوی په دې ولایت کې د داعش ډلې له حضور او فعالیت څخه اندېښمن دي.

صالح محمد صالح د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که افغان حکومت په کونړ کې د داعش ډلې د لومړنیو فعالیتونو مخنیوی ونه‌کړي، ممکن دغه ډله خلکو او حکومت ته په نوي ګواښ بدله شي.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"دا چې د دوی عمومي جبهه په ننګرهار کې ده، خو د دوی نوي مرکزونه د کونړ په ځینو سیمو کې جوړ شوي، جلب او جذب‌یې روان دی، که مرکزي حکومت دې ټکي ته پام ونه‌کړي، امکان لري کونړ یو ځل بیا د دغسې ډلې ښکار شي چې دا کونړیانو ته لویه ضربه ده."

د کونړ سیمه‌ییز او امنیتي چارواکي د دغه ولایت په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې د داعش ډلې فعالیت تائیدوي، خو ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه د خلکو په مرسته د دوی هر ډول مقابله کولای شي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه په دغه ولایت کې داعش ښکاره فعالیت نه‌دی پیل کړی، خو په ځینو سیمو کې په پټه جلب او جذب روان دی.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه په دغه ولایت کې داعش ښکاره فعالیت نه‌دی پیل کړی.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه په دغه ولایت کې داعش ښکاره فعالیت نه‌دی پیل کړی.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت هم وايي چې کونړ ولایت کې د داعش د فعالیتونو په اړه‌یې راپورونه ترلاسه کړي.

نوموړی وايي:

"ښايي داعش په یو شمېر لیرو پرتو سیمو کې لنډ مهاله فعالیت ولري، خو د کونړ خلکو او افغانانو ته ډاډ ورکوم چې ان‌شاءالله زموږ امنیتي ځواکونه په کونړ کې چمتو دي هر چېرې چې ترورېستان سرونه اوچت کړي وبه ځپل شي او په کم وخت کې به له‎منځه یووړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې افغان حکومت داعش وسله‎واله ډله سخته وځپله او اوس هم د دې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا چې داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې او اوس‌یې د کونړ په ګډون یو شمېر نورو ختیځو ولایتونو کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو ته مخه کړې ده څو پټن‎ځایونه پيدا کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، افغان ځواکونه به په هېڅ ولایت کې هم داعش ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"زه د کونړ خلکو ته وایم څه ډول چې داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې همدا شان به په کونړ کې هم له ماتې سره مخ کېږي، دوی ته به د جلب او جذب او فعالیت اجازه ورنه‌کړو."

په ولسي جرګه کې د کونړ استازی صالح محمد صالح وايي، دا چې کونړ یو غرنی ولایت دی که داعش په‌کې ځالې جوړې کړي، نو کولای شي ټول افغانستان ته ګواښ پېښ کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG