د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

سرحدي: ارزګان کې ۱۲۰۰ خیالي پولیس له تشکیله ایستل شوي


د ارزګان ولایت امنیه قوماندان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې يې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات پیل کړي او خیالي پولیس‌يې له‌منځه وړي.

نوموړی وايي، تر دې مهاله‌يې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲ سوه پولیس له تشکیله ایستلي چې ۷۰۰يې په ترینکوټ او ۵۰۰يې په ولسوالیو کې وو.

دی زیاتوي چې دغه ۱۲ سوه هغه پولیس وو چې معاشونه ورکول کېدل خو دندې يې نه‌ترسره کولې چې په وینا يې له همدې امله ناامنۍ هم پراخې شوې وې.

ښاغلی سرحدي وايي:

"ما او والي صاحب، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او د ملي امنیت رئیس موږ په ګډه ارزګان ولایت کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات پیل کړل چې ټول خیالي پولیسو مو له‌منځه وړي دي."

سرحدي وايي چې وروسته له دې به ټول پولیس بایومیټریک سیسټم ته اړوي او د درغلۍ مخه به نیسي چې په خبره‌يې تر ډېره په دې کار توانېدلي دي.

سرحدي وايي چې وروسته له دې به ټول پولیس بایومټریک سیسټم ته اړوي
سرحدي وايي چې وروسته له دې به ټول پولیس بایومټریک سیسټم ته اړوي

که څه هم د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلینو د پولیسو په لیکو کي د اصلاحاتو په موخه خیالي پولیس له تشکیله ایستلي خو د خلکو په خبره یو شمېر داسې پولیس هم له تشکیله ایستل شوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې دندې ترسره کوي.

په ترینکوټ کې یو شمېر پولیس وايي چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې دوی ته معاش نه‌دی ورکول شوی او د امنیه قوماندان له لوري په اضافه تشکیل کې راغلي دي.

دوی وايي، که امنیتي مسؤلین خیالي پولیس له‌منځه وړي نو باید سمه سروې وشي او هغه پولیس چې دندې يې ترسره کړي باید معاشونه ورکول شي.

یو شمېر پولیسو ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم رحیم‌الله دی وظیفه اجر‌ا کوم خو څلور میاشتي کېږي چې دولت معاش نه‌راکوي."

"نوم مې صدیق‌الله دی، امنیه قوماندان اضافه تشکیل کړی یم او څلور میاشتې کېږي چې معاش نه‌دی راکول شوی."

له دې سره د ارزګان ولایت د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د پولیسو د کمښت له امله سیمې د وسله‌والو طالبانو په واک کې دي او هغه سیمې چې د مخالفینو له شتونه پاکېږي د ساتنې لپاره‌يې کافي پولیس شته.

د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي زیاته کړه:

"ارزګان ولایت کې موږ د پولیسو د کمي سره مخ یو، ځکه د ارزګان پولیس زیات اوس پر کورونو کې ناست دي، لامل هم دا دی چې د ارزګان زیاتې سیمې د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دي."

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبر په ارزګان ولایت کې په تېرو درې میاشتو کې په سلګونه پولیس وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG