د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

سمر: یو شمېر جنګي جنایت‌کاران له ولسمشر غني راتاو دي


د ارګ په لور د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې د انتقاد ګوته، دا له دې امله چې دا وايي، له ولسمشره یو شمېر جنګي جنایت‌کاران او د بشري حقونو ناقضین راتاو دي.

سیما سمر د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ولسمشر په دې پوهېږي چې جنګي جنایت‌کاران څوک دي؟ خو د دولت د کمزورۍ له امله له دغو جنایت کوونکو څخه تر اوسه څوک نه‎دي محاکمه شوي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر

نوموړې وویل:

"فکر کوئ ولسمشر هغه کسان چې شاوخوا یې دي نه‌يې پېژني؟ تاسې هڅه کوئ چې زه‌یې ووایم چې څوک دي، ټول خلک هغوی پېژني چې څوک په جنګي جرایمو او په بشري ضد جرمونو کې لاس لري، د چا له‎خوا سرغړونې تر سره شوي، خو په افغانستان کې دننه تر دې دمه هېڅ‌څوک د جرایمو په تور نه محاکمه او نه‌هم مجازات شوي دي، دا د دولت کمزوري ده."

مېرمن سمر دا انتقاد داسې مهال کوي چې له دې یوه ورځ وړاندې د زرداد فریادي یو شمېر مینه‎والو هېواد ته د هغه د راستنېدنې او هرکلي لپاره د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کتارونه جوړ کړي وو.

د حزب‎اسلامي دا قوماندان د بریتانیا حکومت له لوري د لسګونو جنګي جرمونو او بشري حقونو څخه په سرغړونې مجرم پېژندل شوی و او یاد هېواد ورته د شلو کلونو بند سزا اورولې وه.

د دې تر څنګ پخوانیو کلونو او کورنیو جګړو کې د جنګي مجرمینو نه‌مجازات هغه موضوع ده چې تل‌یې په اړه د بشري حقونو بنسټونو انتقادونه کړي دي.

دا لومړی ځل دی جې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تندې سره په ملي وحدت حکومت کې د عدالت ټینګښت تر پوښتنې لاندې راولي.

وموغوښتل په دې هکله د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو نه ډډه وکړه.

مېرمن سمر د «دخمه» په نوم نندارتون کې همداراز ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید د څو کلونو جګړو د قربانیانو د کورنیو غږ واوري.

د دخمه په نوم په یاد نندارتون کې د ۱۳۵۷ کال نه نیولې بیا تر ۱۳۹۵ کاله پورې د جګړو، انتحاري حملو، چاودنو او د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو خاطرې نندارې ته وړاندې شوې وې.

د دغه نندارتونونو جوړونکي او په افغانستان کې د بشر د حقونو د بنسټ او ډموکراسي رئیس هادي معرفت د یاد نندارتون د هدف په اړه وویل:

"په دخمه کې مو پنځه څیزونه نندارې ته وړاندې کړي دي، د قربانیانو خاطرات، د جګړو د معلولینو، مستند نندارتون، ټیاټر او یو فلم چې ښیي ښځو او نارینه‌وو په دې هېواد کې د جګړو له امله څه ستونزې ګاللې دي."

په دغه نندارتون کې د جګړو د قربانیانو د خاطرو یا یادونو شاوخوا ۲۰ صندقونه نندارې ته ایښودل شوي دي.

بله برخه‌یې بیا د هغو کسانو انځورونه دي چې د افغانستان په څو کلنو جګړو کې معلوله شوي دي‎.

د قربانیانو یو شمېر کورنۍ چې دغه نندارتون ته راغلي پخواني دردونه او غمونه‌یې بیا تازه شول.

هغه مور چې خپل ۱۸ کلن زوی یې په انتحاري حمله کې له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي:

"د عبدالله زوی وینه مې هېره نه‌شوه، زوی مې اتلس کلن و، په کمو پیسو یې درس وايه او د پوهنتون اول نومره و."

د پنځلس کلن فیصل پلار هم چې زوی یې په جګړو کې وژل شوی او دغه نندارتون ته راغلی و له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه.

دی وايي:

"زه د فیصل جان پلار یم، موږ امنیت غواړو، ای د بشري حقونو بنسټونو! د خدای لپاره موږ پیسې نه‌غواړو."

د نندارتون په پای کې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله له بشري حقونو څخه د سرغړونو یو مستند فلم او ټیاټر هم نندارې ته وړاندې شو.

د قربانیانو کورنیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه وغوښتل چې جنګي جنایت‌کارانو ته سزا ورکړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG