د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ټولنیزې شبکې له انټرنټ څخه ترهګریز تبلیغاتي مواد پاکوي


د فېسبوک، ټویټر او یوټیوب انلاین ټولنیزو شبکو او د ټکنالوژۍ یو ستر شرکت مایکرو سافټ وايي، خپلو کې په ګډه یو مرکزي ډېټابېس جوړوي چې ورسره به په چټکه توګه په دې شبکو کې ترهګریز تبلیغاتي مواد موندل کېږي او له ټولنیزو شبکو به پاکېږي.

په دې وروستیو کې انلاین ټولنیزې شبکې د داعش د وسله‎والې ډلې په شمول د ترهګرو ډلو لپاره د استخدام په یوې پیاوړې وسیلې بدلې شوې دي.

داعش ته دې شبکو دا زمینه برابره کړې چې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د خپلو خپرونو له لارې ملاتړي پیدا کړي او خلک سخت دریځۍ ته وهڅوي.

په عین حال کې افغان وسله‎وال طالبان هم د خپلو فعالیتونو او نظریو د خپراوي لپاره په پراخه توګه له انلاین ټولنیزو شبکو کار اخلي.

په دې وروستیو کې د امریکا او اروپا په شمول د نړۍ ځینو برخو کې له یو لړ بریدونو وروسته د ټکنالوژۍ پر ځینو شرکتونو د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا فشار زیات شو، څو له انټرنټه د ترورېستي تبلیغاتو د پاکولو په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي.

دا مهال د فېسبوک او یوټیوب ټولنیزو شبکو په اټوماتیکه توګه د سخت دریځو ډلو له‎خوا د خپرو شویو مطالبو د پاکولو کار پیل کړی دی.

مایکرو سافټ شرکت په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د یو ورته ډېټابېس او ځینو ځانګړو پروګرامونو په مټ له انټرنټه د ماشومانو د پورنوګرافۍ د لیرې کولو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د ټکنالوژۍ د شرکتونو تر منځ د نوي شریک ډېټابېس په رامنځته کولو سره به د انلاین نړۍ دا سترې کمپنۍ وتوانېږي چې د ځانګړې ټکنالوژۍ په مرسته ترورېستي تبلیغاتي معلومات ژر تر ژره کشف او له منځه‌یې یوسي.

همدارنګه هغه اکاونټونه چې دا ډول تبلیغات خپروي وتړي.

د روان میلادي کال د فبرورۍ له میاشتې څخه د اګسټ تر میاشتې پورې د ټویټر ټولنېزې شبکې د ۲۳۵ زرو کسانو اکاونټونه تړلي او د دې شبکې د هغو کارپوهانو شمېر یې زیات کړی چې د سخت دریځو له‎خوا خپاره شوي مطالب ارزوي.

د فېسبوک، ټویټر، یوټیوب او مایکرو سافټ تر منځ دا شریک ډېټابېس به راتلونکی میلادي کال کې کار پیل کړي او کېدای شي د ټکنالوژۍ د نړۍ نور شرکتونه هم ورسره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG