د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

کابل کې د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ د معلولینو نړیواله ورځ په کابل کې ولمانځله.

دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې معلولین لاهم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او تعلیمي او صحي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله رنځ وړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې لاهم د معلولینو دقیقه شمېره نه ده معلومه.

د دغه کمېټې د ارتوپیډي د څانګې مسؤل عبدالجلال حرمت د شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د معلولینو په اړه یوه سروې کلونه مخکې شوې، خو په دې وروستیو کې په دې اړه کومه شمېره نه ده ترلاسه شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"د معلولینو کره شمېره ستونزمنه ده، په دې دلیل چې معلولینو د شمېرې په اړه کلونه مخکې د انډي کپ انټرنېشنل سروې شوې او نوې سروې په دې اړه نشته، موږ په کابل کې په خپل مرکز کې کابو اویا زره معلول راجستر لرو."

معلول هغه کس ته ویل کېږي چې د جسمي، ذهني او رواني اړخه نیمګړتیا ولري او د شمېرو له مخې د افغانستان له ټول نفوس څخه ۲،۷سلنه یې معلول دي.

څو لسیزې جګړې، انتحاري حملې او د سړک غاړې ماینونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د معلولینو شمېر زیات شي.

په ورته وخت کې د سرشمېرنې مرکزي ادارې مسؤلین وايي چې په ټول هېواد کې سروې جریان لري او ډېر ژر به د معلولینو دقیقه شمېره وړاندې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې معلولین له جسمې ستونزو سربېره له ټولنیز تبعیض، تعلیم او صحي خدماتو ته د نه لاسرسي سره هم مخ دي.

د ملي اردو یو تن سرتېرې علم ګل او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل خالد انځور چې له پښو معلول دي ازادي راډیو ته یې وویل:

معلول بریالی له لوړ همت سره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

"له هغه وروسته چې د ماین په چاودنه کې معلول شوم حکومت نه یوازې دا چې زما پوښتنه ونه کړه بلکې زما د دوو میاشتو معاش یې هم قطع کړ"

"کله چې ایوب «ع» معلول او یعقوب«ع» نا بینا شو له پیغمبرۍ څخه لري نشول، خو دغه حکومت نه قانون مني او نه هم شریعت."

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل چې د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحیت شوې هم ده وايي، د معلولینو لپاره یې ډېر څه کړي او د نورو اسانتیاو د برابرولو لپاره نورې هڅې هم کوي.

دغه وزارت د معلولینو د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې د پایداره پرمختک اولس هدفونه هم مشخص کړل او اړوندو ادارو ډاډ ورکړ چې معلولینو ته د اسانتیاو د برابرولو لپاره به هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې د پایداره پرمختک اهداف تر ۲۰۳۰ میلادی کاله پورې دوام کوي خو باید ترهغې پورې انتظار ونه باسو.

ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"تعلیم، تربیه او صحت زموږ د مسؤلیتونو یوه برخه ده خو په واقعیت کې دغو شرایطو ته رسیدګي زموږ وړتیا عزم، فردي او جمعې ارادې پورې اړه لري، زموږ ادارو د مسؤلیتونو پر رفع کولو عادت شوي وو خو دغه فضا اوس تغیر شوې او باید لازیات تغییر ومومي."

د ملګرو ملتونو د معلولینو څانګه وايي، اوس مهال پر شرایطو برابر له ۱۹۶ زره معلولو ماشومانو څخه درې نیم زره یې زده کړو ته لاسرسی لري او پاتې یې د مختلفو دلایلو له امله له سبق ویلو محروم دي.

په ورته وخت کې دوی په دولتي ادارو کې د معلولو کارګرانو له کموالی شکایت کوي او غوښتنه کوي چی باید ډېر شمېر معلولین په دولتي ادارو کې به دندو وګمارل شي.

خو ښاغلی عبدالله له معلولینو څخه غواړي چې د وړاندیزونو او انتقادونو ترڅنګ د معلولینو په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي ترڅو د دوی د ستونزو په حل کی ښه اقدامات وشي.

راپور: عبادالله حنان زی

کابل کې د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

XS
SM
MD
LG