د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د کندز غالۍ اوبدونکي: د غالیو بازار۶۰ سلنه ټیټ شوی


په کندز کې غالۍ اوبدونکي وايي، په دې ولایت کې د ناامنیو او جګړو او په هېواد کې د سیاسې لانجو له کبله د دوی د غالیو بازار ۶۰سلنه راټيت شوی چې له کبله یې ډېرې غالۍ اوبدونکې وزګاره شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په کندز کې د غالیو سوداګرو د ټولنې چارواکي وايي، دغه لاسي صنعت له تېرو څو کلونو راهیسې کمزوری شوی او کندز کې خراب امنیتي وضعیت یې کورنی او بهرنی بازار نور ټیټ کړی دی.

د غالیو اوبدونکو د ټولنې مشر عبدالله ازادي راډیو ته وویل چې د غالیو مارکېټ د تېرو کلونو په توپېر ډېر سوړ شوي او کوم بهرنیانو چې څو کاله وړاندې له دوی څخه غالۍ رانېولې اوس یې نه اخلي.

کندز کې غالۍ اوبدونکې مېرمنې.
کندز کې غالۍ اوبدونکې مېرمنې.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه بهرني پېرودونکې چې موږ درلودل هغه د تېروکلونو په توپېر ډېر کم شوي، همدارنګه په تېرو کلونوړکې زموږ بهرنی بازار ښه وو او د غالۍ اوبدونکو ژوند هم ښه وو، هغه مهال دوی یومتر غالۍ په ۲۰۰۰ افغانۍ اوبدوله خو اوس مهال یومتر په ۱۰۰۰ افغانۍ."

د نوموړي د خبرو پر بنسټ، تېرو کلونو کې به دوی په کال کې څه باندې سل زره متره مربع غالۍ اوبدلې، خو اوس مهال دغه کچه تر ۳۰ زره متره پورې راټيټه شوې ده.

د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر وايي، د بهرنیو غالیو واردولو او هغه په بازار کې په ټيټه بېه پلورل هم د دوی صنعت زیانمن کړی دی.

په ورته وخت کې يو شمېر غالۍ اوبدونكي هم وايي چې په هېواد كې د غالۍ اوبدنې د توليد چارې هغسې نه دي روانې لكه څنګه چې په ګاونډيو هېوادونو كې دي.

په کندز ښار کې د غالیو یوتن پلورونکي عبدالرحمان هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د دوی مارکېټ پېکه شوي دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېروکلونو کې بهرنیو هېوادو ته زموږ غالۍ ډېرې صادرېدلې، خو اوس بهر ته دومره نه وړل کېږي، یوازې په کورني بازار کې یواندازه غالۍ پلورل کېږي، د غالیو بازار تقریباً ۶۰ سلنه راټیټ شوی دي."

بل‎خوا د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د صادراتو مدیر مسعود وحدت هم وايي چې د کندز دوه ځلې سقوط او ترڅنګ کې شته ناامنیو د سوداګرۍ پرچارو همدارنګه پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېزې کړي.

نوموړی زیاتوي چې بهرني او داخلي سوداګر او پانګوال د هېواد سیاسي وضعیت ته سترګې پلاره دي، کچېري سیاسي وضعیت مثبت لورې ته تغییر وکړي نو له کبله به یې د سوداګرو او صنعت کارانو کار وبار وده وکړي.

د نوموړي ولایت غالۍ په هېواد کې دننه او بهرنیو هېوادونو کې زیاتې مشهورې دي.

د یاد ولایت د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر له دولت څخه غواړي چې باید د دوی کورنیو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي.

راپور: جمل ارین

XS
SM
MD
LG