د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

د ترکیې ولسمشر د پاکستان پارلمان ګډې غونډې ته وینا کوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې د دې هېواد له ولسمشر ممنون حسین سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو سربېره‌یې ورسره د افغانستان، سیمې او یو شمېر نړېوالو مسائلو خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا د پاکستان په دوه ورځني سفر د دغه هېواد پلازمېنې اسلام‎اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان او ترکیې د ولسمشرانو تر لیدنې وروسته د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین له دفتره رسنیو ته په یوه لېږل شوي بیان کې ویل شوي چې طیب اردوغان او ممنون حسین پر دوه اړخیزو اړیکو، په دفاعي او تجارتي برخو کې د همکاریو پر مسئلې او یو شمېر نړیوالو مسائلو خبرې وکړې.

بیان کاږي چې:

"د دواړو هېوادونو مشران په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او همدا شان د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو پر جاري ساتلو سلا شوي دي."

د رسنیو د راپورونو له مخې، طیب اردوغان پاکستان ته د خپل سفر پر دوهمه ورځ نن د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره هم کتلي او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی اردوغان به د خپل سفر پر مهال له پاکستانیو چارواکو سره پر لیدنې سربېره نن د دې هېواد د ملي پارلمان ګډې غونډې ته هم وينا وکړي چې دا به د دغه هېواد د پارلمان ګډې غونډې ته د ترکیې د ولسمشر درېیمه وینا وي.

د پاکستان په پارلماني تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د یوه بهرني هېواد ولسمشر د پاکستان د پارلمان ګډې غونډې ته دریېم ځل وينا کوي.

که څه هم تمه ده چې نن په د ترکیې ولسمشر د پاکستان د پارلمان ګډې غونډې ته وينا وکړي، خو په اسلام‎اباد کې د حکومت او اپوزېسیون تر منځ د روان کړکېچ له امله د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړو د پارلمان په ګډه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.

له بلې‌خوا بیا د پاکستان حکومت او د دې هېواد ځینو نورو اپوزېسیون ګوندونو د ترکیې د ولسمشر د وینا پر مهال د پارلمان په ګډه غونډه کې له ګډونه د انکار له امله پر عمران خان نیوکې کړي او هغه‌یې په نفاق اچولو تورن کړی دی.

ترکیه له پاکستان سره ښې اړیکې لري او په تېره جولای میاشت کې چې کله په ترکیې کې د پوځ له‎خوا د ناکامې کودتا هڅه وشوه، نو اسلام‎اباد د اردوغان په مشرۍ د ترکیې د حکومت ملاتړ اعلان وکړ او د پوځ له‎خوا د حکومت د نسکورولو هڅه‌یې په کلکه وغندله.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر به نن د پارلمان غونډې ته تر وینا وروسته د پاکستان له صدراعظم او نورو چارواکو سره یوځای د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته هم سفر وکړي او له پاکستانیو چارواکو سره یوځای به په دغه ښار کې د یوه ستر پارک پرانیسته وکړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG