د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۳

د م.م. د ښځو څانګه په افغانستان کې د ښځو د روغتیايي خدماتو پر محدودېدو اندېښنه ښيي


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (یو ان -ومن) وايي، روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمن شوی دی.

امینه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدونکې او د پنځو ماشومانو مور ده چې له تېر یو کال راهیسې سرطان ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده، او وخت په وخت د درملنې لپاره روغتون او ډاکتر ته ورځي.

دې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ، که څه هم روغتون د دوی له سیمې پنځه یا شپږ ساعته لرې دی، خو کله چې روغتون ته ځي، ښځینه ډاکټرانې نشته او نارینه یې هم معاینه کوي:

"زه ناروغه یم، سرطان لرم، روغتونونه لرې دي، ښځینه ډاکټرانې او اسانتیاوې نشته، نارینه ډاکټران زموږ درملنه نه کوي، موږ دوه ساعته ناست یو، کله چې ګورو چې ډاکټر نشته، بیرته کور ته راځو، ډیرې ستونزې موجودې دي."

د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکې نګینه هم ورته ستونزه مطرح کوي:

"په لوګر ولایت کې ښځې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت په ګډون د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي، دلته ډیری ښځې د کلتوري او مذهبي دلایلو له امله ترجیح ورکوي چې یوازې ښځینه ډاکټرانې یې درملنه وکړي، خو د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله یې دا اړتیا نه پوره کیږي."

دا ستونزې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (یو ان -ومن) وايي، روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمن شوی دی.

«یو ان - ومن» "په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د یوې ښځې په توګه ژوند څنګه دی؟" په نوم نوي خپور راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې ویره، د سفر محدودیتونه، د زده کړو بندیزونه او سیستماتیک تبعیض د دې لامل شوي چې ښځې او نجونې د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

دغه سازمان وايي چې په ټوله د ویرې موجودې فضا ډیری ښځې خپلو کورونو نه له وتلو راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړ، هغه ښځې چې له کورونو د وتلو جرات پیدا کوي ځینې وختونه روغتون ته د رسیدو لپاره په کیلو مټرونو سفر کوي، خو ممکن په پایله کې د دې لپاره چې ښځې دي روغتیایی خدمتونو ته له لاسرسي څخه محرومې شي.

د دې سازمان په ټکو، په ځینو ولایتونو کې ښځې د نارینه ډاکټرانو لخوا د درملنې اجازه نه لري، پداسې حال کې چې د ښځینه ډاکټرانو شمیر هم خورا کم دی.

د سازمان په ټکو، "د دې وضعیت پایلې د اندېښنې وړ دي، په افغانستان کې ښځې لنډ او غیر صحي ژوند لري په ځانګړې توګه له وخت مخکې ودونو او زیږونونو له امله د میندو د مړینې خطر زیات کړی دی، سربیره پردې، ډیری ښځې ان د خپلې روغتیا په اړه پریکړې هم نشي کولای او د دغه سازمان په ټکو، ډیری وختونه دا پرېکړه د نارینوو خپلوانو له خوا یې کیږي."

په راپور کې دا هم راغلي چې کورونو کې د ښځو محدودول د دوی پر رواني روغتیا ژورې اغیزې کړې دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځینه ډاکټرانې هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسی او د اسانتیاوو نشتوالی یوه جدي ستونزه ګڼي.

د بدخشان ولایت یوې ډاکټرې مریم دې ولایت کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د نه لاسرسي د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کلیو کې ښځې له مختلفو روغتیايي ستونزو سره مخ دي، چې د روغتیایی مرکزونو او مسلکي قابلو نشتوالي په ګډون د میندو او ماشومانو لپاره د مناسبو روغتیايي خدماتو نشتوالی دی، دا د میندو او ماشومانو ژوند ګواښلی شي، او موږ هره ورځ د داسې قضیو شاهدان یو."

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت له خوا په روغتیایي برخو کې د نجونو پر زده کړو بندیز او د متحده ایالاتو له خوا د مرستو بندېدل په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو، په ځانګړي ډول ښځو ته یې د وړاندې کولو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د «سپتمبر په ۲۱مه» په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۳ سلنه مړینې د زړه ناروغۍ، شکر ناروغۍ، سرطان او د تنفسي ستونزو له امله دي.

دې سازمان تازه "په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو او رواني روغتیا شرایطو پټې وبا" په نوم په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۰ پورې به دا ناروغۍ د مړینو ۶۰ سلنه جوړوي، چې په عمده ډول به د ښځو په منځ کې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم د تیر کال په جوزا میاشت کې ویلي و چې د مخنیوي وړ مړینې هره ورځ په افغانستان کې د ۲۴ میندو او ۱۶۷ نویو زیږیدلو ماشومانو ژوند اخلي.

د ملګرو ملتونو د جنسي او زیږون روغتیا دفتر هم د تیر کال په دلوې میاشت کې خبرداری ورکړی و چې د امریکا د مرستو بندیدل ممکن په افغانستان کې د ۱۲۰۰ نورو امیندوارو میندو د مړینې لامل شي.

XS
SM
MD
LG