د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

روسيه غواړي چې له افغانستان سره پوځي تړون لاسلیک کړي


په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکې
په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکې

په کابل کې د روسیې سفارت وايي چې دوی د کابل او مسکو تر منځ د پوځي توافقنامې لاسلیک ته سترګې په لار دي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر د دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې دا توافقنامه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مهمه وبلله او ویې ویل چې دوی ورته چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې افغان حکومت د ترهګرۍ او نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ ته په ښه نظر ګوري.

په کابل کې د روسیې سفارت له افغان حکومته غواړي چې د دغو دوه هېوادونو تر منځ د پوځي همکاریو د تړون لاسلیک ته لازم چمتووالی ونیسي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا توافقنامه تیاره شوې خو افغان لوری یې باید لاسلیک ته زړه ښه کړي.

نوموړی وايي، ډاډمن دی چې د دې توافقنامې عملي کېدل به د افغانستان لپاره ښې نتیجې ولري.

ښاغلي مانتیتسکي زیاته کړه:

"روسیه د افغانستان له حکومته غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د نظامي همکاریو د تړون لاسلیک لپاره لازم ګامونه واخلي دا توافقنامه افغانستان ته د پیاوړتیا وربخښلو لپاره مهمه ده."

روسیې د حامد کرزي په مشرۍ له پخواني حکومت څخه هم ورته غوښتنه کړې وه او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له پای ته رسیدو وروسته یې افغانستان ته د نظامي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

روسيه غواړي چې له افغانستان سره پوځي تړون لاسلیک کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

ښاغلی مانتیتسکې وسله وال طالبان او داعش ډله د روسیي فدراسیون د هېوادونو لپاره ګواښ ګڼي غواړي چې افغان حکومت دې یې په اړه استخباراتي معلومات له روسیې سره شریکوي.

نوموړی وايي چې روسیه د افغانانو په مشرۍ د سولې په پروسې ټينګار کوي خو په څلور اړخیزه غونډو کې به چې افغانستان، امریکا، چین او پاکستان یې غړي دي کله هم برخه وانخلي.

مانتیتسکي وايي، د هغه څه په اړه چې یې د حکومت اړیکې له امریکا سره خرابې شوي روسیه حاضره نه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو سره په افغانستان کې ګډ کار وکړي.

دغې هېواد تر اوسه په نظامي برخه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې تر څنګ د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې هم مرستې کړي دي.

که څه هم افغان حکومت د دغې نظامي توافقنامې په اړه د کره معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي خو وايي چې روسیې ته د یوه نږدې دوست هېواد په سترګه ګوري.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډيو ته وویل چې د ترهګرۍ او د مخدره توکو په وړاندې د دواړو هېوادونو ګډې هلې ځلې د ټولې سیمې په ګټه دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ
د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"ترهګري او مخدره مواد د دواړو هېوادونو دښمنان دي دواړه هېوادونه له دې سره ګډه مبارزه کوي افغانستان په دې برخه کې هم پخوا په دې برخه کې له روسیې سره مرسته کړي او هم له دې وروسته ګډو همکاریو ته کار کوي."

پخواني شوروي اتحاد شاوخوا څلور لسیزې وړاندې په افغانستان کې د نهو کلونو لپاره نظامي حضور درلود خو د ډېرو جګړو وروسته یې ځواکونه په ۱۳۶۷ کال کې له افغانستان څخه وباسل.

له دې وړاندې په جنګ کې د روسیې د داخلېدو ځینو څرګندونو او د افغانستان په اړه د هغه هېواد د لېوالتیا ډېرېدو د خلکو او د ملي شورا د ځينو غړو په منځ کې غبرګونونه راپارولي او وايي چې هسې نه د روسیې ځیني کارونه افغانستان د نړیوالو قدرتونو تر منځ د جنګ په ډګر بدل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG