د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د هاګ محکمې راپور کې افغانستان کې ځانګړي بشري جنایتونه


هالنډ کې د هاګ محکمه
هالنډ کې د هاګ محکمه

د جرمونو نړیوالې محکمې یا هاګ په هغه راپور کې چې په دې وروستیو کې یې خپور کړی ویلي، د افغانستان په وروستي کړکېچ کې د بشري جنایاتو ځینې داسې پېښې شوي دي چې په اړه‌یې څېړنه د دې محکمې په واکونو کې راتلی شي.

په دې راپور کې هغه بشري جنایاتو ته اشاره شوې چې د وسله‎والو طالبانو او د حقاني شبکې په څېر د دوی د ملاتړو له‌خوا شوي دي.

همدارنګه د هغه بشري جنایاتو شکنجې او ناوړه چلند یادونه هم شوې ده چې د افغانستان د حکومتي ځواکونو په ځانګړي توګه د پولیسو او ملي امنیت د مأمورینو له‎خوا شوې او هغه بشري جنایات، شکنجې او بد چلند چې له یو شمېر کسانو سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له‎خوا شوي، هم یاد شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالانو وویل، پر دې خبرې د باور لپاره مناسب دلایل شته چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د شکنجې په شمول جنګي جنایات ترسره کړي دي.

خو د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند الیزابیټ ټروډو وویل، د امریکا سرتېرو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې څېړنه مؤجه او مناسبه نه‌ده.

ټروډو وویل، د امریکا سرتېرو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې څېړنه مؤجه او مناسبه نه‌ده.
ټروډو وویل، د امریکا سرتېرو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې څېړنه مؤجه او مناسبه نه‌ده.

د جرمني خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له خولې وايي، متحده‎ ایالات د خپلو فعالیتونو د ارزونې لپاره خپل سیسټم لري او د همدې سیسټم پر بنسټ متحده ایالاتو په پراخه توګه خپل فعالیتونه خپله ارزولي دي او په ډېرو پېښو کې سرغړونکي محاکمه شوي.

خو د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د کړکېچ د دوو نورو مهمو لورو وسله‎والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا د شویو بشري جنایاتو یادونه هم کړې.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، له ۲۰۰۵ میلادي کال وروسته د افغانستان کړکېچ یوازې د دې هېواد په ختیځو او جنوبي ولایتونو پورې منحصر نه؛ بلکې ټولو برخو ته پراخ شوی دی.

په راپور کې د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ویل شوي د افغانستان حکومت مخالف وسله‎وال طالبان او ملاتړي یې له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې د لږ تر لږه ۱۷ زره ولسي خلکو د وژنې مسؤل دي.

راپور وايي، طالبانو او ملاتړو یې پر دې سربېره پر داسې ځایونو او ودانیو بریدونه کړي چې خوندي سیمې ګڼل کېږي.

په دې برخه کې د ښوونځیو، ملکي حکومتي ادارو، روغتونونو، جوماتونو، زیارتونو او خیریه بنسټونو یادونه شوې.

همدارنګه د جرمونو نړیواله محکمه وايي، د حکومت د مخالفو وسله‎والو په ځانګړي توګه د طالبانو له‎خوا ځینې داسې بشري جنایات شوي چې په هغه چوکاټ کې راتلی شي چې په اړه‌یې دا محکمه څېړنې وکړي.

په دې لړ کې د سیاسي او مذهبي عقایدو پر بنسټ د خلکو وژنې، صحرايي محکمې، د بندیانو شکنجې، د ښځو او نجونو ځورول او وژل او پر هغو نړیوالو مؤسسو بریدونه شامل دي چې په افغانستان کې له حکومت سره په بشري چارو کې مرسته کوي.

د جرمونو نړیواله محکمه په خپل راپور کې زیاتوي، طالبانو په ملکي او ګڼ مېشتو سیمو کې په قصدي بریدونو او همدارنګه د بشري مرستو د ادارو پر کارکوونکو او په خوندي اماکنو کې پر قصدي حملو بشري جنایات ترسره کړي دي.

بل ټکی چې د جرمونو نړیوالې محکمې د وسله‎والو طالبانو او د دوی د ملاتړو له‎خوا جنګي جنایت بللی دی هغه په تاوتریخوالي او بریدونو کې له کم عمره ماشومانو څخه کار اخیستل او په ظالمانه توګه د خپلو مخالفینو وژل او ټپي کول یاد شوي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، دوی هغه جرمونه راخیستي چې وسله‎والو طالبانو په پراخه توګه د خپلې پالېسۍ د برخې په توګه په قصدي ډول پلان کړي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د هغو بشري جنایاتو په اړه هم تفصیل ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا شوي دي.

په دې برخه کې له زندانیانو سره ناوړه چلند، د هغوی شکنجه او په ځینو مواردو کې پر بندیانو د جنسي تېري پېښې یادې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي د هغو کسانو له ۳۵ نیولې تر ۵۰ سلنه برخه شکنجه شوي او ورسره ناوړه چلند شوی چې افغان امنیتي ځواکونو په دې هېواد کې د روان کړکېچ په تړاو نیولي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، د بندیانو سره ناوړه چلند د ملي امنیت، ملي پولیسو او سیمه‌ييزو پولیسو له‎خوا شوی دی.

خو د جرمونو نړیوالې محکمې زیاته کړې چې دا بشري سرغړاوی د افغانستان حکومت د پالېسۍ برخه نه‎ده بلکې افرادو او ځانګړو ادارو په دې کار کې لاس لرلی دی.

XS
SM
MD
LG