د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د ولسي جرګې له‌خوا د سلب صلاحیت شویو وزیرانو شمېر ۷ تنو ته ورسېد


د افغانستان ولسي جرګې په درېیمه ورځ په غیابي استیضاحیه غونډه کې درېیو وزیرانو ته د باور رأیه ورکړه، خو یو یې سلب صلاحیت کړ.

د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې څخه د کرنې وزیر اسدالله ضمیر، د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي بریالي ووتل.

خو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق واحدي څخه‌یې د باور رأیه بېرته واخیستله.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د سې شنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله له افغان ولسشمر وغوښتل چې د مخابراتو د وزیر پر ځای ولسي جرګې ته د باور رأیو اخیستو لپاره وړ کس معرفي کړي.

قدیر: حکومت دي د مخابراتو وزیر پر ځای نوی کس معرفي کړي.
قدیر: حکومت دي د مخابراتو وزیر پر ځای نوی کس معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزیر ۴۹ د تائید، ۱۴۷ رد، ۲ باطل او ۲ سپینو رأیو په اخیستلو سره سلب اعتماد شو، له ولسمشر څخه غواړو چې ژر یې پر ځای د مخابراتو وزارت لپاره کاندید ولسي جرګې ته معرفي کړي."

د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو له‌خوا د انکشافي بودجې د کم مصرف له امله د تېرې شنبې له ورځې راهیسې د ۱۷ وزیرانو د استیضاح لړۍ پيل شوې ده.

دغې جرګې تر اوسه ۱۳ وزیران استیضاح کړي چې له دې ډلې یې ۷ وزیران سلب صلاحیت کړي دي.

له بل لوري جمهوري ریاست د وزیرانو د استیضاح موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلې ده.

د وزیرانو د استیضاح په اړه افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ په ارګ کې له وزیرانو سره ناسته درلوده او له وزیرانو یې وغوښتل تر کومه چې ستره محکمه په دې اړه څېړنه کوي، دوی باید خپل کار ته دوام ورکړي.

کابینه: وزیران دې خپل کار ته دوام ورکړي.
کابینه: وزیران دې خپل کار ته دوام ورکړي.

له بل لوري د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر ټینګار کوي چې ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر مرجع نه‌ده اوکه حکومت غلطول کوي هغه بېله خبره ده.

د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمېسیون وايي، د ارګ او ولسي جرګې تر منځ د اختلافاتو د له‌منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې د اساسي قانون ۹۲ ماده تفسیر شي.

د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، دا به ښه وی چې وزیران د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته حاضر شوي وی او د بودجې د کم مصرف په اړه‌یې خپل دلایل وړاندې کړي وی.

د دغو کارپوهانو له ډلې شهزاده مسعود ازادي راډيو ته وویل:

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

"کاش د ملي وحدت حکومت مشرانو وزیرانو ته سپارښتنې کړې وی چې هغوی ولسي جرګې ته ولاړ شي او د وکیلانو قناعت‌یې خپل کړی وی، دا چې یوه کس ته د باور رأیه او له بله‌یې اخلي، زما په باور ولسي جرګې له وزارتونو نظارت کړی او پوهېږي چې چا کار کړی او د ښه او بد تر منځ قضاوت کړای شي."

ښاغلی مسعود د وزیرانو استیضاح د ولسي جرګې حق ګڼي او ټینګار کوي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو د وزیرانو سلب صلاحیت به د حکومت ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

شهزاده مسعود د حکومت د درې ګونو قواوو تر منځ تقابل خطرناک ګڼي او د ژر حل غوښتنه‌یې کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG