د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

عظیمي: شمال زون کې د نشه‎يي توکو کښت ۱۰ سلنه زیات شوی


د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت په شمال زون کې د مخدره توکو د تولید او کښت د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښايي.

د مخدره توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي بلخ ولایت ته په یوه سفر راغلې ده، ترڅو د مخدره توکو سره د مبارزې په هدف د شمال زون د مخدره توکو سره د مبارزې بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

د مخدره توکو سره د مبارزې وزیرې مزارشریف کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې په شمالي بلخ، جوزجان، بغلان، سرپل او فاریاب کې د مخدره توکو تولید ۴۳ سلنه زیات شوی دی.

سلامت عظیمي وايي چې شمال زون کې د مخدره توکو کښت هم ۱۰ سلنه زیات شوی دی.

د مخدره توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي
د مخدره توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي

هغې شمال کې د مخدره توکو د زیاتوالي په اړه داسې وویل:

"د هر یوه ولایت سهم لکه بلخ، جوزجان، بغلان، سرپل او فاریاب مشخص شوی دی چې په کې د مخدره توکو تولید او کښت د پام وړ زیاتوالی موندلی دی، د ناامنیو د زیاتوالي ترڅنګ د کوکنارو د کښت زیاتوالی خپله د دولت او خلکو په وړاندې بله ستره ستونزه ده."

د هېواد د مخدره توکو سره د مبارزې وزیره وايي چې دوی د ملګرو ملتونو د جرایمو او مخدره توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ په هڅه کې دي، ترڅو ټول هېواد کې د مخدره توکو کښت او تولید صفر کړي.

سلامت عظیمي وايي چې په شمال زون کې د ناامنیو موجودیت سبب شوی چې ورځ تر بلې د مخدره توکو کښت او تولید زیات شي او یادې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي.

هاخوا بیا د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د معینیت سرپرست خلیل بختیار وايي چې ملي پولیس په هڅه کې دي چې هر ځای او هر موقع د مخدره توکو مزارع له منځه یوسي او د قاچاق عاملین یې ونیسي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه:

"پولیس د مخدره توکو د محوه کولو او ضبطولو او همدارنګه د قاچاقچیانو د نیولو په هڅه کې دي او له خپل ټول توانه کار اخلي."

په همدې حال کې شمال زون کې د خط نو بنسټ مشر قادر مصباح وايي چې شمالي ولایتونو کې محلي غیر قانوني وسله والو حضور، د ناامنیو زیاتوالی او د مخدره توکو د پېر او پلور ازاد بازار سبب شوی چې دې زون کې د مخدره توکو کښت او تولید لوړ شي.

ښاغلی مصباح په دې باور دی:

"د مخدره توکو کښت دوه اصلي عامل لري یو یې اقتصادي منفعت دی او بل دا چې ناامني دې ولایتونو کې زیاته شوې ده، د زورواکو حضور هم سبب کېږي چې قاچاق زیات شي."

باید یاده شي چې د موجوده معلومات پر اساس چې همدا اوس مهال د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال او شولګره ولسوالۍ کې د کوکنارو لاس ناخوړلې مزارع موجودي دي چې دولت یې په لمنځه وړلو کې پاتې راغلی.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG