د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ټرمپ او کلېنټن د انتخاباتو په درشل کې کليدي ايالتونو ته سفرونه وکړل


د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کانديدانو ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن د انتخاباتو په درشل کې د رأیې ورکوونکو د هڅونې لپاره څو کليدي ايالتونو ته سفرونه وکړل.

ټرمپ پرون د پنسلوانيا، نارت کارولينا او فلوريډا په ګډون هغو ايالتونو ته سفر وکړ چې د ډېرو رأيو د ګټلو تمه ورڅخه لري.

نظر پوښتنې ښيي چې په دغو ايالتونو کې انتخاباتي مبارزې ډېرې شديدې شوي دي.

په همدې حال کې هېلري کلېنټن د هغو رایې ورکوونکو پر هڅونې تمرکز وکړ چې معمولاً د ډموکراټ ګوند د کانديدانو ملاتړ کوي چې په هغو کې افريقايي امريکایان، په خټه لاتينان او ښځې شاملې دي.

د امريکا د جمهوري رياست انتخابات د سې شنبې په ورځ کېږي.

XS
SM
MD
LG