د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کې د جعلي اسنادو خپرېدل


راپورونه وايي، «ايف. بي. ای» د هغو جعلي اسنادو په اړه پلټنې کوي چې وايي، د هيلري کلېنټن کمپاين د انتخاباتو ګټلو په خاطر ښايي مدني ناکراري رامنځته کړي.

راپورونه وايي، د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د «ايف. بي. ای» پلټنې پراخي شوي دي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې «ايف. بي. ای» د هغو جعلي اسنادو په اړه پلټنې کوي چې وايي، د هيلري کلېنټن کمپاين د انتخاباتو ګټلو په خاطر ښايي مدني ناکراري رامنځته کړي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د امريکا استخباراتي چارواکو له شخصي طريقه خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو کره والی تر پوښتنې لاندي راوستلو لپاره د روسیې هڅې ښايي تر هک کولو او د ډموکراټ ګوند د ايمېلونو تر افشا ور وړاندي په انتخاباتو کې د درغلۍ تر جعلي اسنادو خپرولو پوري پراخې وي.

د راپور له مخې «ايف. بي. ای» هغه اووه پاڼې لرونکي الکترونیکي يادښتونه څېړي چې د اکتوبر په شلمه پر ټويټر د راجر سټون له خوا خپاره شوي وو.

راجر سټون له جمهوري غوښتونکي ګوند سره تړاو لري او د هيلري کلېنټن د سياسي مخالف ډونالډ ټرمپ پخوانی سلاکار وو.

پر دغو اسنادو د کلنټن د بنسټ او ډیموکراټ ګوند د نظر پوښتنې ادارې جویل بينسن نښان دی.

دا یادښت چې د ژغورنې پروګرام په نوم دی او د کلېنټن د کمپاين او د دې د بنسټ له خوا جعلي بلل شوی دی، ادعا کوي د نظر پوښتنې له مخې هيلري کلېنټن خپل ملاتړي له لاسه ورکړي او د نومبر مياشتې لپاره د يوې شديدې ستراتيژۍ غوښتنه کوي چې ښايي قصداً مدني ناکراري رامنځته کړي او د نومبر د اتمې د انتخاباتو ګډوډولو لپاره راډيولوژیکي حملې وکړي.

دا څرګنده نه ده چې دغه جعلي اسناد له کومه ځايه رامنځته شوي او څه وړ پر انټرنيټ خپاره شول.

کله چې سټون دا اسناد پر ټويټر خپاره کړل، ده لیکلي وو: ​"که دا ريښتيا وي، د حيراني خبره ده."

سټون د نومبر په څلورمه ټويټ وکړ چې ده دغه اسناد د یوه ايمېل له لارې تر لاسه کړل.

ده له دغه ټويټ سره یو لينک هم خپور کړ چې ويل يې داسې جعلي اسناد د يوې هک کوونکي ډلې له خوا لېږل کيږي.

سټون ويلي رويټرز د ده د بدنامۍ لپاره دغه راپور خپور کړی دی.

رويټرز راپور ورکړی چې یو بل جعلي سند چې ښيي د ډیموکراټ سناتور ټام کارپر له خوا ليکل شوی، وايي ډیموکراټ ګوند به د انتخاباتو ګټلو لپاره له افراطه کار واخلي.

په دغه ليک کې چې د کارپر دفتر جعلي بللی دی، دغه سناتور هيلري کلېنټن ته لیکلي: "موږ به تا بايللو ته نه پرېږدو."

XS
SM
MD
LG