د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

چارواکي: وسله والو د کندهار ۷ ولسوالیو کې حملو ته زور ورکړی


تر ارزګان او هلمند وروسته وسله‎والو د کندهار پر شمالي ولسوالیو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

په تېرو دوو اونیو کې وسله‎والو د کندهار پر اوو ولسوالیو غورک، میانشین، نیښ، شورابک، شاولي کوټ، خاکریز او ارغنداب وسله‎والې حملې کړي او د دغه ولسوالیو د مرکزونو او شاوخوا سیمو د نیولو هڅه يې کړې.

په دغه حملو کې تر ټولو خونړۍ يې د غورک په ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې قرارګاه د شاوخوا ۳۰ سرتېرو وژل کېدل وو.

چارواکي د کندهار د دغه شمالي ولسوالیو د امنیتي وضعیت خرابوالی د ارزګان او هلمند د امنیتي وضعیت سره تړلی بولي.

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي ازادي راډیو ته وویل چې د شمالي ولسوالیو د ناامنیو په اړه يې خپلې اندېښنې د مرکز سره شریکې کړي دي.

ښاغلی شمسي زیاته کړه:

"د هلمند او ارزګان تر ناامنیو وروسته د دغه ولایتونو او پاکستان سره پر سرحد زموږ د یو شمېر ولسوالیو امنیتي پوستې او کلي د تهدید سره مخامخ شوي په دې اړه موږ خپلې اندیښنې د مرکز سره شریک کړي."

مرستیال والي زیاتوي چې د هلمند او ارزګان د چارواکو سره په همږغۍ باید په دغه ولسوالیو کې عملیات پیل شي څو وسله‎وال د دغه سیمو په نیولو او ناامنه کولو کې پرمختګ ونه‎کړي.

په عین وخت کې د کندهار اوسیدونکي پر شمالي ولسوالیو د وسله‎والو حملو اندېښمن کړي.

د خلکو په وینا که پر وخت د دغه حملو مخنیوی ونه‎شي نو وسله‎وال به د کندهار ښار تر دروازو راورسېږي او دغه ولایت به د هلمند او ارزګان له برخلیک سره مخامخ شي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG