د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

کابل کې د لارو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، په کابل ښار کې د سیمنټي دېوالونو او اغزنو سیمونو په وسیله د يو شمېر سړکونو او سیمو د بندیدو موضوع به ډېر ژر د دغه جرګې په عمومي غونډه کې مطرح شي.

د مشرانو جرګې د منشي مرستیالې نجیبې حسیني د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د حکومت د يو شمېر مشرانو او سفارتونو لخوا د سیمنټي دېوالونو اواغزنو سیمونو په وسیله د موانعو جوړولو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

اغلې حسیني وویل، سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت څوځلې ویلي چې دغه ستونزې به هوارې کړي خو تر دې مهاله نه دی بریالی شوی.

دې وویل چې پر دې مسئله به د مشرانو جرګې په غونډه کې بحث وشي.

حسیني: د کورنیو چارو وزارت تر دامهاله ددې ستونزې په هواري نه دی بریالی شوی.
حسیني: د کورنیو چارو وزارت تر دامهاله ددې ستونزې په هواري نه دی بریالی شوی.

نوموړې زیاته کړه:

"اساسي ستونزه د سمینټي دېوالونو ده چې د سفارتونو او چارواکو لخوا په يو شمېر سیمو کې اېښودل شوي چې د کابل ښار خلکو ته يې ستونزې پیدا کړي، د کورنیو چارو وازرت په دې برخه کې څو ځلې هڅې کړي، خو نه دی بریالی شوی، خو موږ خلکو سره ژمنه کوو چې دغه مسئله به په عمومي جلسه کې شریکه کړو، ترڅو ورته اساسي حل لاره پيدا شي."

له بلې خوا د کابل اوسېدونکي هم د سیمنټي دېوالو او اغزنو سیمونو په واسطه د ښار د یوشمېر سړکونو له بندولو څخه شکایت لري او له حکومت څخه غواړي چې د دغه ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

دوی وایي، د سړکونو د تړلو سره دوی په ساعتونو خپلو وظایفو او کارونو ته د تګ لپار ه ځنډېږي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي رحیم او امان ازادي راډيو ته وویل چې د سړکونو بندېدل ناروغانو ته هم ستونزې جوړې کړې دي.

دوی همدا راز وویل چې په کابل ښار کې حتی د پوځي وسایطو په تېرېدلو سره هم لار بندېږي او د وسایطو او خلکو د تېرېدو مخه نیسي.

دوی زیاته کړه:

"د کابل ښار د ترافیکي قوانینو له لحاظه ډېري ستونزې لري او حتی هغه څوک چې ناروغه وي په ټاکلي وخت روغتون ته نه رسېږي څوک چې وظیفه لري هغه هم پر ټاکلې وخت وظیفې ته نه رسېږي."

"ستونزې ځکه زیاتې شوي چې د کابل ښار زیاتې سیمې د سیمنټي دېوالونو او اغزنو تارونوباندې تړل شوي دي، حکومت باید په دې برخه کې اقدامات وکړي."

شهرنو، شېرپور، وزیر اکبرخان، شش درک، د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو لارې، دریمه کارته، څلورمه کارته، کارته پروان، د ملي شورا سړک او دارالمان سړک هغه سیمي دي چې د کابل ښار د اوسېدونکو په خبره د ملکي او نظامي چارواکو سفارتخانو، بهرنیو موسساتو او د ناټو قوماندانۍ لارې د ترافیکو او خلکو پرمخ تړل شوي دي.

عامل خلک وایي چې پر اکثرو دغه سړکونو نقلیه وسایطو او حتی په ځینو سیمو کې خلکو ته هم د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي چې په کابل ښار کې يې ترافیکي ستونزې هم ډېري کړي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ داسې پلان لري چې له مخې به یې سیمې په نښه او موانع به ورڅخه لرې کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، پرته له ډیپلوماتیکو سیمو به دغه پلان د کابل ښار په ټولو سیمو کې عملي شي.

پرته له ډیپلوماټیکو سیمو به دغه پلان په ټولو سیمو کې عملي شي.
پرته له ډیپلوماټیکو سیمو به دغه پلان په ټولو سیمو کې عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت پر يو داسې پلان کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې له ګڼ مېشتو سیمو څخه دغه موانع لرې شي، خو په استثنا د ډیپلوماتیکو سیمو، موږ په دې پلان کار کړی چې په عملي کېدو سره به یې ډېرې سیمې خلاصې شي."

د کابل ښار د اوسېدونکو په وینا، د سړکونو بندښت د خلکو پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی، هغه دوکانداران چې په دغو سیمو کې دوکانونه لري، خرڅلاو یې کمرنګه دی او شکایت کوي چی حتی کله نا کله د دوکان کرایه هم نشي پوره کولای.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG