د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د کندز ښار امنیتي وضعیت په اړه د کندز اوسېدونکو اندېښنې


د کندز اوسېدونکي د دې ولایت اوسني امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي وايي چې لاهم وسله وال طالبان د ښار په نږدې څنډو کې شتون لري او هره شپه د جګړې غږ په ښار کې اورېدل کېږي.

دوی وايي، وېره لري چې ګواکې بیاځل دغه ښار د وسله والو مخالفانو په لاس سقوط و نه‌کړي.

د یاد ولایت څو تنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل چې تر اوسه پورې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د دولتي ځواکونو عملیات نه دې پیل شوي.

د دوی د خبرو پر بنسټ چې وسله والو مخالفانو د ښار په یوشمېر نږدې څنډو کې خلکو ته خبرداری وکړي چې د شپې له ۹ بجو هاخوا په فرعي کوڅو کې تګ را تګ ونه کړي.

دوی زیاته کړه:

"هر شپه ډزې دي د ډزو له لاسه خوب نه‌لرو ځکه د ښار په شا او خوا څنډو کې جګړه وي، ارامي کومه ده موږ له وېرې د ښار څخه دباندې نشو تللي."

"د ښار په شا او خوا سیمو کې طالبان موجود دي او تر اوسه پورې کوم عملیات هم د طالبانو پر وړاندې نه دې پیل شوي، موږ د یو زندانې په توګه ژوند کوو."

"امنیت نشته کومه ده امنیت د ښار په دوه کیلومترۍ کې طالبان فعالیت لري او دولت هیڅ تصفیوي عملیات نه دې پیل کړي، خلک خپل راتلونکي په اړه په اندېښنه دی."

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل، بیا د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې پرته له کومې اندېښنې او وېرې دي خپلو ورځنيو چارو ته ادامه ورکړي او وايي، د کندز ښار د بیاځل سقوط ارمان به طالبان ګورته یوسي.

ښاغلی عمرخېل زیاتوي چې اوس مهال د ښار په شا او خوا څنډو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات جریان لري.

عمرخېل: د کندز ښار بیا نیولو ارمان به طالبان ګور ته یوسي.
عمرخېل: د کندز ښار بیا نیولو ارمان به طالبان ګور ته یوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې دښمن هیڅ کله هم نشي کولاي چې د کندز وضعیت خراب کړي، ځکه وضعیت په بشپړه توګه زموږ تر کنټرول لاندې دی او زموږ عملیات د ښار په شا او خوا سیمو کې دوام لري، څو لومړی د ښار اړوند سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړو."

بل‌خوا د کندز د ولایتي شورا یوتن غړی امرالدین ولي بیا وايي چې د کندز په سیمه‌ ییزې ادارې کې د طالبانو د ځپلو په اړه همغږي او مدیریت وجود نه‌ لري.

ولي زیاته کړه چې د کندز سیمه ‌ییز چارواکي په دې خبرو باندې هم خلک او هم مرکزي حکومت تېر باسي.

ولي: سیمه ییز چارواکي په دې خبرو مرکزي حکومت تېر باسي.
ولي: سیمه ییز چارواکي په دې خبرو مرکزي حکومت تېر باسي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی غواړي په دې خبرو باندې مرکزي حکومت وغولوي، مخ کې یې هم تېر ایستلی دي او غواړي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه طالبان یوازې له ښار څخه وتلي دي خو د ښار په نږدې څنډو کې حضور لري او خلک هره شېبه د خطر او ګواښ احساس کوي."

د کندز خلک وايي، نور دوی د سیمه‌ ییزو او مرکزي چارواکو ژمنې او خبرې نشي زغملی، ځکه حکومتي چارواکو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي چې له کبله یې د دوهم ځل لپار د کندز ښار د طالبانو په لاس سقوط وکړ چې په نتیجه کې په لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او له ۴۰۰ ډېر ټپیان شول همداراز څه باندې لس میلیونه ډالره د دې ولایت خلکو ته مالي زیان هم ورسېده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG