د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

منګل: سږ کال ننګرهار کې د کوکنارو کښت ۴۳ سلنه زیات شوی


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزيرې سره په ګډه خبري ناسته کې وويل مخدره مواد د ناامنۍ پورې تړلې ستونزه ده او چېرته چې سيمې ناامنه کېږي هلته د نشه يي توکو کښت زياتېږي.

ښاغلي منګل اندېښنه ښکاره کړه چې سږکال په ننګرهار کې د کوکنارو کښت ۴۳ سلنه زیات شوی.

د ننګرهار والي ګلاب منګل
د ننګرهار والي ګلاب منګل

نوموړي زیاته کړه:

"نن بدبختانه د کوکنارو کښت کې ۴۳ سلنه اضافه والی راغلی دا د انديښنې ځای دی."

نوموړي وويل د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه هم باید برخه واخلي او تر هغه چې د مخدره موادو لپاره په نړۍ کې مارکېټونه نه وي بند شوي دلته مبارزه پایله نه ورکوي:

"چې تقاضا نه وي عرضه نه کېږي زه وایم دا مبارزه یوازې د افغانستان پورې تړلې نه ده د سیمې هېوادونه نړیواله ټولنه په ګډې همغږۍ دا مبارزه مخکې یوسي او د مواد مخدر لپاره مارکېټونه بند شي او له دې هم سترګي نشو پټولی چې د مواد مخدر په قاچاق کې لویې کړۍ لاس لري."

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي وويل په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت زیاتېدو لامل هم په لرو پرتو سیمو کې ناامني ده.

نوموړي وويل نشه يي توکي په هغو ساحو کې کرل کېږي چې هغه سیمې د حکومت له ولکې وتلې وي.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړي زیاته کړه:

"یقیناً موږ چې وايو د کوکنارو کښت زیات شوی په دې خاطر چې کوکنارو په هغو سیمو کې کرل شوي چې هلته د دولت وسله وال مخالفین موجود دي او د حکومت لاس رسی ورته نه کېږي."

سلامت عظيمي وويل د ملي وحدت حکومت د مواد مخدر پر ضد مبارزه کې جدي دی او ننګرهار ته يې له سفر څخه هدف هم دا دی چې د عمل برنامه تفاهم ليک د ختیځو ولایتونو مسولینو سره لاسلیک کړي.

د عظيمي د معلوماتو له مخې ددې تفاهم لیک له مخې ولایتي چارواکي مکلف دي چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پرضد جوړ شوی قانون په عمل کې تطبیق کړي.

راپور: شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG