د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

بلخ ولایت کې د ناامنیو له زیاتوالي د دغه ولایت اوسېدونکو اندېښنه


د بلخ ولایت اوسېدونکي د ناامنیو له زیاتوالي شکایت کوي او د محلي حکومت چارواکي د امنیت ټینګښت ته په بې‌پامۍ تورنوي.

د بلخ ولایت چمتال، چهاربولک، کلدار او شور تېپې ولسوالیو کې د وسله‌والو مخالفینو حضور سبب شوی چې ورځ تر بلې د ناامنۍ په اړه د خلکو شکایتونه زیات شي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې د دولت مخالفو وسله‎والو له‎خوا ځورول کېږي او کله ناکله‌یې په سیمه کې طالب وسله‎وال په ناامنیو لاس پورې کوي.

د چهاربولک او کلدارې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي رسول او سهراب‌یې په اړه داسې وايي:

"زموږ سیمو کې ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي، د کلدارې په ولسوالۍ کې طالب وسله‎وال حضور لري، دوی خلک ګواښي او پیسې ترې اخلي."

"د چهاربولک په ولسوالۍ کې هم ناامني موجوده ده، خلک په ازادانه توګه مختلفو سیمو ته تګ راتګ نه‎شي کولای، باید یاده کړم چې وضعیت تر هغه ډېر خراب دی کوم چې یې موږ فکر کوو، طالبان په مختلفو سیمو کې حضور لري او د شپې له‎خوا خلک ځوروي."

د مزار شریف ښاریان هم د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې ورځ تر بلې د عامو خلکو پټې وژنې او اختطاف په زیاتېدو دی.

د مزار شریف اوسېدونکی یوسف‌یې په اړه داسې وايي:

"د عاشورا د انفجاري پېښې وروسته مزارشریف کې هم ناامنۍ مخ په زیاتېدو دي او یادې مسئلې عام خلک اندېښمن کړي، دلته جنايي جرمونه، قتل او اختطاف هم زیات شوی دی."

په همدې حال کې د بلخ پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي چې د دې ولایت په هېڅ یوه سیمه کې طالبانو پټن‌ځایونه نه‎لري خو له ګاونډي ولایتونو څخه د طالب وسله‎والو تر امنیتي تهدید لاندې دي.

ښاغلی قادري وايي چې د جوزجان له اقچې او فیض‎اباد ولسوالیو څخه د بلخ چهاربولک ولسوالۍ ته او د سرپل له سرحدي سیمو څخه د بلخ چمتال ولسوالۍ ته امنیتي ګواښ متوجه دی.

د بلخ د امنیت امر په باور چې په مزارشریف کې له دې امله چې د پولیسو تشکیل کم دی، نو د جنايي جرایمو پېښې هم زیاتې شوي دي.

عبدالرزاق قادري په دې اند دی:

"کوم پولیس چې بلخ ولایت کې موجود دي، د دې ښار د ټولو نفوس د کنټرول لپاره‌یې تعداد کم دی او اړتیا لیدل کېږي چې د دوه میلیوني ښار د کنټرول لپاره د پولیسو تشکیل زیات شي."

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ په څه کم تېره یوه میاشت کې په مزارشریف کې د انفجاري حملو او پټو قتلونو له امله له شلو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG