د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

"RSF" سازمان د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی وغانده


د بې‌پولې خبریالانو سازمان «RSF» په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده.

د یاد سازمان په وروستي رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې د زورزیاتي ډېروالی د خبریالانو او سیمه‌ییزو چارواکو تر منځ د تاوتریخوالي سبب شوی دی.

په دغه راپور کې که څه هم د طالبانو له‌خوا تپل شوې جګړه د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي اصلي لامل ګڼل شوی، خو د افغانستان سیمه‌ییزو چارواکو، اردو او پولیسو څخه هم د هغو عواملو په توګه یادونه شوې ده چې د خبریالانو لپاره د وېرې د فضا په رامنځته کولو کې رول لري.

د یاد رپوټ پر بنسټ، ډېری والیان او سیمه‌ییز چارواکي د رپوټ ورکولو ازادي ته درناوی نه‌لري.

د بلخ، کندهار، هرات، غزني او کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه‌ییزو چارواکو، د دوی د ساتونکو، پولیسو، ملي اردو او طالبانو په واسطه د خبریالانو په وړاندې د فزیکي زورزیاتي پنځوس قضیې ثبت شوي دي.

رپوټ وايي زیات والیان د بیان ازادي ته درناوی نه‌کوي.
رپوټ وايي زیات والیان د بیان ازادي ته درناوی نه‌کوي.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان په دغه رپوټ کې ویل کېږي چې دغه سازمان د افغانستان د ملی راډیو ټلوېزیون د ۲۳ کلن خبریال محمد یعقوب شرافت له وژنې چې د روان اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د زابل په ولایت کې ووژل شو، خواشینی شوی.

د محمد یعقوب شرافت وژنه په پراخ ډول د ژورنالېستي بنسټونو او چارواکو له‌خوا وغندل شوه.

زابل کې وژل شوی خبریال محمد یعقوب شرافت
زابل کې وژل شوی خبریال محمد یعقوب شرافت

د زابل د پولیسو مشر میرویس نورزي خبریالانو ته ویلي چې د شرافت د وژنې په تور دوه تنه نیول شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي، پولیس او قضایي چارواکي چې د والیانو تر اغېز لاندې دي، اکثراً له خبریالانو څخه ګروېږنه کوي، حتی دوی مجازاتوي.

د قربانیانو په ډله کې د زابل ټایمز د وېب سایټ د ازاد خبریال څخه یادونه کېږي چې په میاشتو میاشتو د پولیسو له‌خوا ځورول شوی دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وایي، د بامیانو ولایت ته د اګسټ میاشتې په نه ویشتمه نېټه د جمهور رئیس غني د سفر پر مهال، د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي په څو قضیو کې پولیس او افغان عسکرو ګډون درلود.

لس تنه خبریالان د جمهور رئیس د ساتونکو او یا پولیس افسرانو له‌خوا چې له کابل نه راغلي وو، ووهل او وټکول شول او یا ورسره ناسم چلند وشو.

په دغه رپوټ کې د دایکندي په ولایت کې د نسیم راډيو پر دفتر باندې د اکټوبر یوولسمې بمي برید ته هم اشاره شوې ده چې د زیات تاوان سبب شو خو د سر زیان چا ته ونه‌رسېد.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان په رپوټ کې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په باب وروستیو رپوټونو ته په اشارې سره ویل شوي دي چې له طالبانو سره د خبرو هر ډول شرط باید نړیوالو پرېکړه‌لیکونو او پيل‌یې د ژنیو کنوانسیون مخکنیو روښانه ژمنو ته درناوی وي.

XS
SM
MD
LG