د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

ضمیر: لوګر کې د کرنې پر پروژو ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي


د افغانستان د کرنې او اوبولګولو وزیر اسدالله ضمیر وايي، سږ کال په لوګر کې د ۳۳۰ میلیونه افغاینو په ارزښت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې پروژې پلې کېږي.

نوموړي چې تېره ورځ په یاد ولایت کې د کرنې د ودې او کلیو پراختیا هر اړخیزه برنامې«CARD-F» د پروژو په پرانیسته کې برخه اخیستې وه، وویل چې دوی سږ کال په لوګر کې په دې برخه کې د پروژو لپاره ۳۳۰ میلیونه افغانۍ فنډ لري.

اسدالله ضمیر زیاته کړه:

"که په لڼده ووایم موږ نن ورځ په لوګر ولایت کې د برنامو یوه بسته پیل کړه، د سږني کال بودجه مو ۳۳۰ میلیونه افغانۍ ده چې د باغدارۍ، مالدارۍ، غلو دانو، زعفران او د ښځو سره د مرستو په برخو کې دي، موږ نوي باغونه جوړ کړل، د ممیزو خونې جوړې کړې همدارنګه مو د اوبو د کانالونو بیارغونه وکړه، تاسو وینئ چې کرنیز ماشینونه بزګرانو او د اصلاح شویو تخمونو شرکتونو ته وسپارل."

د کرنې او اوبو لګولو وزیر زیاته کړه، یادې برنامې چې په نږدې راتلونکې کې پیلیږي، د اوبو لګولو ۷ کانالونه، د پنځلس سوه ټنو په ظرفیت دوې مجهزې سړې خونې، ۱۴ د اوبو حوضونه، ۱۶۵ باغونه، ۹۴ حیواني کلینیکونه، ۲۲ کشمش خانې، ۲۲ د چرګانو د فارمونو جوړول، ۹ د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو کېندل او د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ هم په کې شامله ده.

حلیم فدايي
حلیم فدايي

د لوګر والي حلیم فدايي وايي، سره له دې چې لوګر په کافي اندازه اوبه لري، خو تر اوسه يې په مهار کولو نه یو توانېدلي، زموږ پر ځای نورې سیمې له دې اوبو ډېره ګټه اخلي.

ده زیاته کړه، د لوګر د خلکو بله اړتیا د کرنیزو تولیداتو لپاره د ولسوالیو په کچه لږ ترلږه د یو مجهز مارکېټ، او د لبنیاتو د راټولولو او پروسس د مرکز جوړول دي، څو په ولایت د ننه د بزګرانو، مالدارانو اونورو خلکو کورني ضرورتونه پرې پوره شي.

حلیم فدایي د ولایت په کچه ډاډ ورکړ چې هلته به د هر ډول پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابروي او هر هغه چا سره به پریکنده چلند کېږي چې د ټولګټو پروژو او پروګرامونو د پلي کېدو په مخ کې خنډ ګرځي.

په پای کې د کرنې د وزیر، د ولایت والي او نورو ځايي چارواکو لخوا ۲۱ تنو بزګرو ته د NHLP د برنامې د کشمش خانو د جوړید و قراردادونه وویشل شول.

همدارنګه بزګرانو ته ۱۴ دانې ۲۵ لیتره دوا پاشونه، ۴ دانې سل لیتره دوا پاشونه، ۱۲ عدده فوټ سپرېیر، او ۹ سیټه محافظتي لباسونه چې مجموعي قیمت یې پنځه لکه افغانیو څخه ډېر وو ورکړل شول.

په دې مراسمو کې دهقانانو ته د ۱۹۴ ټنه اصلاح شویو غنمو وېش هم عملاً پیل شو.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG