د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

امریکا له ایران نه د سیامک او باقر نمازي د خوشې کېدو غوښتنه کړې


د یوه ایراني‌الاصله امریکایي سوداګر کورنۍ وایي، د دغې کورنۍ یو سوداګر او اتیا کلن پلار یې د ایران د یوې محکمې له‌خوا له امریکا سره د همکارۍ په تور په لس لس کاله بند محکوم شوي دي.

ایراني‌الاصله امریکایي سوداګر «سیامک» او پلار یې «باقر نمازي» په ایران کې نیول شوي چې د امریکا سخت اعتراضونه‌یې راپورته کړل.

«سیامک نمازي» د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې ایران ته له رسېدو سره ونیول شو او له هغه وخته په توقیف کې دی.

باقر نمازي
باقر نمازي

باقر نمازي چې د یونیسف مؤسسې پخوانی کارکوونکی دی د ایران او امریکا دواړو تابعیت لري، دی هم په فبرورۍ کې ایران ته له تلو سره سم ونیول شو.

باقر نمازي د خپل زوی د خوشې کېدو په هدف هلته تللی وو.

د «میزان» په نوم خبري اژانس چې د ایران له قضایي شبکې سره اړیکې لري، د اکټوبر پر اتلسمه وویل چې دغه دواړه کسان له امریکا سره د همکارۍ په تور په لس لس کاله حبس محکوم شوي دي.

د سیامک ورور، «بابک» په یوې اعلامیه کې ازادي راډیو ته ویلي چې لس کاله حبس د ده د پلار لپاره په حقیقت کې عمري قید ګڼل کېږي.

دی وایي، دا سمه نه‌ده چې محکمې د ده د ورور او پلار بشري فعالیتونو ته جنایي بڼه ورکړې ده.

د سیامک د کورنۍ غړي وایي، هغه یو سوداګر دی او په سیاسي چارو کې یې مداخله نه‌کوله او زیاتوي چې نوموړي یو ځل په امریکا کې دا مبارزه پیل کړه چې د درملو د خرڅلاو په برخه کې پر ایران د امریکا له‌خوا لګول شوي بندیزونه لغوه شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ مؤسسې یونیسف هم چې باقر نمازي په سومالیا، کېنیا او مصر کې د هغوی د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده، د ایران د محکمې د دغه حکم په اړه خواشیني ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند «سټیفن دوجاریک» ویلي چې نمازي د تقاعد یوې ارامې دورې ته اړتیا لري او یونیسف د بشري دلایلو له مخې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د امریکا متحده ایالاتو هم په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

مارک ټونر
مارک ټونر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي:

"موږ د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو د فعالینو له غوښتنو سره همغږي کېږو او د سیامک او باقر نمازي په ګډون د هغو امریکایي وګړو چې په ناعادلانه ډول په ایران کې نیول شوي، د خوشې کېدو غوښتنه کوو، څو هغوی له خپلو کورنیو سره یوځای شي."

په وروستیو میاشتو کې دا څوم وار دی چې په ایران کې دوه تابعیته وګړي نیول کېږي.

دا معلومه نه‌ده چې د دې کار اصلي لامل څه دی، خو یو شمېر دا د ولسمشر روحاني د پلویانو چې د اصلاحاتو غوښتونکي دي او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د تندلارو ډلو تر منځ د کړکېچونو نتیجه بولي.

XS
SM
MD
LG