د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

یو شمېر بې‌ځایه شوي کندزیان نه‌غواړي بېرته دغه ولایت ته ولاړ شي


په لسګونه هغه کورنۍ چې د کندز ښار له جګړې څخه تخار ولایت ته ګډه شوي وایي، د بمباریو او وران شویو کورنو له کبله نه‌شي بېرته دغه ولایت ته ولاړ شي.

د دغه بې‌ځایه شویو کورنیو یو شمېر غړي وایي، له همدې کبله‌یې حتی یو شمېر ماشومان هم په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

که څه هم اوس‌مهال په کندز ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی او یو شمېر کورنۍ بېرته خپلو کورنو ته تللي، خو په ورته وخت کې داسې کورنۍ هم شته چې نه‌غواړي بېرته کندز ته ستنې شي.

«رحیمه» هغه مېرمن ده چې د کندز څخه د تېښتې پر وخت حامله وه وایي چې ماشومانو یې په جګړه کې شوک لیدلی او کندز ته له تګ څخه ډارېږي.

دا وايي، اوس هم باوري نه‌ده چې کندز ولایت به بیا د وسله‌والو طالبانو لاسته ونه‌لوېږي.

کندز ښار
کندز ښار

نوموړې زیاته کړه:

"تخار ته چې راغلو دلته زموږ په فامیل کې یو ماشوم وشو، تر دې دمه زموږ کندز امن شوی نه‌دی او د اوس لپاره کندز ته نه‌شو ورتلای."

محلي چارواکو ویلي چې طالبانو دا ځلې د خلګو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي و او له همدې کبله د دغه ښار اوسېدونکي ډېر زیانمن شوي دي.

د کندز ولایت اوسېدونکی عبدالرحیم چې اوس‌مهال په تخار کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل چې کور یې د کندز په جګړه کې وران شو، نو ځکه بېرته کندز ته نه‌ځي.

د کندز جګړه کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي
د کندز جګړه کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي

هغه زیاته کړه:

"مطمئن نه‌یم چې بیا هلته ولاړ شم او ژوند وکړم او کوم مصؤنیت هم موجود نه‌دی، نو له همدې کبله که کندز ښار سقوط شو دوهمه ورځ مې وکړای شول چې خپل ځان راوباسم."

په ورته وخت کې د تخار والي یاسین ضیا وایي، د ۱۲۰ هغو کورنیو لپاره چې روغتیایي ستونزې لري سرپناوې برابرې شوې دي.

د ښاغلي ضیا په خبره ټاکل شوې چې مرستندویه مؤسسې او سیمه‌ییز حکومت له دغو کورنیو سره نورې مرستې هم وکړي.

یاسین ضیا
یاسین ضیا

هغه زیاته کړه:

"هغه کورنۍ چې له روغتیايي پلوه‌یې ضرر لیدلی او نا علاجه ناروغۍ لري او یا د ولادت په حالت کې دي شمېره‌یې ۱۲۰ تنو ته رسېږي چې موږ هرې کورنۍ ته لږ تر لږه یوه کوټه ورکړې ده، ځينې کورونه مو په کرایه نیولي او ځينې نورې کورنۍ د ولایت په مېلمستون او یا نورو حکومتي بنسټونو کې ځای پر ځای شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د کندز سیمه‌ییزو چارواکو ویلي و چې امنیتي وضعیت په دغه ښار کې ښه شوی او د کندز والي له بې‌ځایه شویو کورنیو څخه غوښتي چې بېرته خپلو کورونو ته راشي.

خو د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو یو شمېر غړي یو ځل بیا په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو څخه په وېره کې دي.

دوه اوونۍ وړاندې وسله‌والو طالبانو پر کندز ښار له څو طرفونو وسله‌والې حملې وکړې چې د څو ورځو لپاره‌یې د کندز ښار ځينې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې چې وروسته د افغان ځواکونو له‌خوا پر شا وتمبول شول.

وسله‌والو طالبانو تېر کال هم د څو ورځو لپاره کندز ښار نیولی و چې د افغان ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG