د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

هند به سبا او د یکشنبې په ورځ د "برېکس" مشرانو کوربه وي


د برېکس پخوانی عکس
د برېکس پخوانی عکس

د هند صدراعظم نریندرا مودي به سبا او د یکشنبې په ورځ د "برېکس" ډلې د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي.

په‎دې ډله کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شاملېږي چې د نړۍ نوي اقتصادي قدرتونه یا د غوړېدو په حال کې اقتصادي قدرتونه بلل کېږي.

د هند د خارجه وزارت د اقتصادي اړیکو مشر امر سینها وايي، له ترورېزم سره مبارزه به د برېکس د مشرانو په غونډه کې د بحث یوه اصلي مسئله وي.

د هند حکومت ښايي د برېکس د مشرانو په غونډه کې د پاکستان د منزوي کولو لپاره بیا هم هڅې وکړي.

د څارونکو په وینا، دا غونډه به د هند صدراعظم نریندرا مودي ته پرهغو خطرونو د خبرو کولو ښه موقع ورکړي چې له پاکستان سره پر ګډو پولو ورته پېښ دي.

امر سینها نن د هند [ان ډي] تلویزون ته وویل، د برېکس د غړو هېوادونو مشران به نړیوالو اقتصادي او سیاسي پرمختګونو ته کتنه کوي او د ترورېزم پر ضد د مبارزې څرنګوالی د دې کتنې یوه اساسي برخه ده.

د هندي مطبوعاتو په وینا، د دې غونډې په پای کې به د ټولو غړو هېوادونو یوه ګډه اعلامیه هم خپره شې چې د ترورېزم ټول ډولونه او اړخونه به وغندي.

مخکې داسې ویل شوي و چې هند ښايي د "برېکس" غړي وهڅوي چې د پاکستان له خاورې د دوی پر سرحدي سیمو تروریستي حملې وغندي.

د څارونکو په باور، د چین ولسمشر شي جېن پینګ ښايي له پاکستان سره د خپلې نېږدې ملګرتیا په اړه د شک اوتردید پیدا کولو علاقه نه‎لري.

خو مودي او شي جین پینګ ښايي په ګډه له پاکستانه وغواړي چې د هغو افراطي وسله‎والو مخنیوی وکړي چې د چین په باور، د دې هېواد د تجارتي لارې د رغولو لپاره هم خنډ پېښولای شي.

چین غواړي چې د عربو سمندر ته د ۴۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت تجارتي لار د پاکستان په خاوره کې تېره کړي.

د واشنګټن په ودرو ولسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو څارونکي مایکل کوګلمن وايي، په پاکستان کې د چین اقتصادي پانګونې ته که وکتل شي نو د پیکنګ اندېښنه طبیعي ده.

د کوګلمن په وینا، د پاکستان د تعریف پر اساس ښې او بدې افراطي ډلې په‎دې هېواد کې د چین ګټو ته ګواښ دی.

د روان کال د سېپټمبر په 18 د هندي پوځيانو پر یوه مرکز د وسله‎والې حملې په ځواب کې د هند پوځ د پاکستان لور ته د افراطي وسله‎والو پرضد عملیات وکړل او همدا راز د اسلام‎اباد د سیاسي انزوا هڅې يې پيل کړې.

خو د پاکستان پوځ د هند پر پوځيانو په وروستۍ حمله کې د لاس درلودلو خبر رد کړی دی.

د اسلام‎اباد حکومت ویلي، هند غواړي چې په‎دې ډول په هندي کشمیر کې د یوه بیلتون غوښتونکي سیاسي مشر د قتل پر ضد له روانو اعتراضي مظاهرو د خلکو پام واړوي.

د هند په تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې په‎دې اعتراضونوکې تر ۸۰ تنو زیات ملکي وګړي ووژل او زیات شمېر زخمیان شول.

په ګوا کې د برېکس د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم ګډون کوي.

د شانګهاي د نړیوالو څېړنو په مرکز کې د جنوبي اسیا د مطالعاتو د ادارې مشر ژاوګانشینګ وايي چې د چین او پاکستان حکومتونو د هغې تجارتي لارې امنیت ته پام زیات کړی دی چې چین د عربو له سمندر سره نښلوي.

دې څیړونکي زیاته کړې چې که د پاکستان امنیتي وضعیت ښه نشي، یوشمیر اساسي پروژې ، په ځانګړي ډول د زیربنايي پروژو امنیت به له خنډ سره مخامخ کړي نو لدې امله د تروریزم پر ضد مبارزه ډيره نږدې ده.

د هند له لوري، امرسینها ویلي چې د برېکس د غړو هیوادونو مشران به د انټرنټ امنیت، تروریزم پرضد مبارزې او د انرژۍ د امنیت لپاره د همکاریو له موافقې ملاتړ وکړي.

دا موافقې د غړوهیوادونو د ملي امنیت ادارو د مشرانوترمنځ شوې دي.

په پاکستان کې د افراطي ډلو د فعالیت له امله له اندیښنو سره، د چین حکومت له ملګروملتونو د هند دا غوښتنه رد کړې چې په پاکستان کې د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود د تروریستانو په لست کې شامل شي.

هند پر جیش محمد ډلې تور لګولی چې د دوي په تر کنټرول لاندې کشمیر کې په وروستیو حملوکې یې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG