د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

پېښو ته د رسېدنې وزارت: جګړه ځپلو زونونو ته بېړنې مرستې رسېدلي


افغان چارواکي وایي، هغو زونونو ته‌یې بېړنۍ مرستې رسولي چې په‌کې دا مهال جګړې دوام لري.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وایي، د جګړو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شویو کورنیو سره‌یې بېړنۍ مرستې چمتو کړي دي.

د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم حیدري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته و ویل چې دوی جګړه ځپلو سیمو ته ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په هغو ولایتونو لکه کندز، هلمند او ارزګان چې په‌کې جګړه ده، زموږ مرستې په دغو زونونو کې ځای پر ځای شوي دي، د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته په ټولو ولایتونو کې د بشري مرستو لپاره لازم مواد لرو."

ښاغلی حیدري وایي، هغو سیمو ته چې د مرستو رسول ستونزمن وي، هلته له سیمه‌ییزو بازارونو خوراکي مواد خلکو ته اخیستل کېږي.

له بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستو ته په داسې حال کې اړتیا زیاته شوې چې دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې جګړې تېزې شوي چې له امله‌یې د بې‌ځایه شویو شمېر هم زیات شوی دی.

د کډوالو چارو وزارت وایي، دا چې د بې‌ځایه شویو کسانو لړۍ دوام لري نو د دغو کسانو کره شمېره معلومول ستونزمن کار دی، خو په ټوله کې دا شمېر له یو میلیون اوړي چې ستر لامل‌یې د جګړو دوام دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادی راډیو ته وویل، په ټولو اړینو سیمو کې د بې‌ځایه شویو کسانو سروې تر سره کېږي او د مرستو لپاره نړیوالو مرستندیو ادارو ته پېژندل کېږي.

میاخېل: په ټولو اړینو سیمو کې د بې‌ځایه شویو کسانو سروې تر سره کېږي.
میاخېل: په ټولو اړینو سیمو کې د بې‌ځایه شویو کسانو سروې تر سره کېږي.

په ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند میرام صداقت ازادي راډیو ته وویل چې دغه اداره په هلمند، کندز او ارزګان کې ۲۷۰۰ کورنیو ته د مرستو رسولو امکانات لري، خو نوموړی دا کافي نه‌بولي.

هغه زیاته کړه:

"د بې‌ځایه شویو کورنیو تعداد ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دی، دقیقاً چې دا مرستې کفایت نه‌کوي، خو موږ هڅې کوو د خپلو امکاناتو پر بنست مرستې و رسوو."

نوموړی له افغان سوداګرو او خلکو هم غوښتنه کوي چې له اړو کسانو څخه خپلې مرستې ونه‌سپموي.

له افغان کډوالو او بې‌ځایه شویو سره مرسته به د بروکسل په نړیوالې غونډه کې هم د بحث یوه برخه وي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

XS
SM
MD
LG