د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ولایت مقام: د ناوې لپاره د طالبانو قوماندان له ۴۵ تنو سره وژل شوی


د هلمند د والي دفتر وایي، د ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان د ۴۵ نورو وسله‎والو مخالفینو سره وژل شوی.

د دغه ولایت له‎خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله‎وال د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، وسله‎والو طالبانو نن سهار پنځه بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

دوی وایي چې دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لېږل شوي دي.

خو وسله‎والو طالبانو په‎ دې اړه څه نه‎دي ویلي.

پخواني:

راپورونه وایي چې د هلمند ناوې ولسوالۍ نن سهار سقوط کړی.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالودود پوپل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ناوې ولسوالۍ د سقوط خبره تائید کړې او ویلي یې دي چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان احمد شاه سالم هم په‌کې وژل شوی دی.

احمد شاه سالم د عبدالودود پوپل ورور دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا د ناوې ولسوالۍ د امنیه قوماندان او درې نورو پولیسو وژل کېدل تائیدوي، خو د یادې ولسوالۍ د سقوط راپورونه‌یې رد کړه.

ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې ناوې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او د طالبانو د سرې قطعې وسله‌وال‌یې پر شا تمبولي او ولسوالۍ یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

وسله‌والو طالبانو هم د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ د سقوط خبره په داسې حال کې ورکول کېږي چې دغلته له څلورو ورځو راهیسې جګړه روانه وه.

XS
SM
MD
LG