د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د لښکرګاه اوسېدونکي وايي د بولان جګړې غځېدو سخت اندېښمن کړي


ډله ډله خلک د هلمند مرکز اړوند د بولان او نادعلي له نېږدې سیمو څخه کورونه پرېږدي او لښکرګاه ښار ته ځي.

خلک د امنیت او مرستو غوښتنه کوي او دولتي مسئولین د دې دواړو د رسېدلو ډاډ ورکوي.

د یادو سیمو اوسېدونکي وايي، په ډېر بد حالت کې دي او هېڅ‌څوک په دې نه‌پوهېږي چې په بولان کې روانه جګړه به څه وخت پای ته رسېږي.

د هلمند ولایتي شورا وايي، د بولان تر سقوط وروسته به جنګ د لښکرګاه سړکونو او کوڅو ته داخل ورسېږي.

په دې اړه له هلمنده د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG