د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

پسرلی: د "ټرانسپورټي کمېټې" کار به د افغانستان صادرات ډېر کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، له ګاونډیو هېوادنو سره د حمل و نقل د ستونزو حل لپاره د کمېټې جوړول او د سیمه‌ییز پیوستون د پلان پلي کول، یو مثبت ګام ګڼي.

یاده خونه وايي، په دې لاره کې باید ټولې ستونزې په ګوته او د حل لارې یې ولټول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وايي، د دې کمېټي له فعالېدو سره به د سوداګرو ټرانسپورتي ستونزې هوارې شي.

صیام‌الدین پسرلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې کمېټې کار او د سیمه‌ییز پیوستون د پلان پلي کول به د هېواد اقتصادي او سوداګریزه وده پیاوړې او صادرات به زیات کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی

هغه زیاته کړه:

"موږ خوشبینه یو چې دا کمېټه به د دې سبب شي چې ډېرې سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې هوارې شي."

دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره د حمل و نقل ستونزو د حل کمېټه، د دوشنبې په ورځ د جمهور رئیس اشرف غني له‌خوا جوړه شوه.

ښاغلي غني د سیمه‌ییز پیوستون شورا په ناسته کې، د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د موافقت‌نامې په ارزونې تأکید وکړ او له نوې جوړې شوې کمېټې یې هیله وکړه چې په دې برخه کې ټولې نیمګړتیاوې پوره کړي.

دا کمېټه دنده لري چې د ستونزو پر هوارولو سربېره، د سیمه‌ییز پیوستون د پلان پلي کولو ته هم کار وکړي.

جمهور رئیس ویلي چې دا پلان به افغانستان له ګاونډیو هېوادنو سره ونښلوي او د بندرونو په جوړولو سره به د حمل و نقل چارې اسانه کړي.

کارپوهان وايي، اوس‌مهال افغانستان د ټرانزیټ په برخه کې یوازې له پاکستان سره ستونزه لري.

پاکستان د روان کال په اسد میاشت کې د چمن سپین-بولدک دروازه د افغانستان د تجارتي مالونو پرمخ تړلې وه او افغانستان هم هغو پاکستانیو لاریو ته اجازه ورنه‌کړه چې مالونه‌يې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت ویاند حکمت‌الله کوانچ وايي، په حمل و نقل کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په خاطر یو لړ هڅې پیل شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"د ترانسپورت وزارت د سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو یوه پلاوي کار پیل کړی، خپل نظریات به اماده او جمهوري ریاست ته به‌يې واستوي."

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر په دې نظر دی چې د سیمه‌ییز حمل و نقل لپاره باید اقتصادي سیاستونه رامنځته او زېربناوې پیاوړې شي.

هغه زیاته کړه:

"له ګاونډیو سره د سیمه‌ییز حمل و نقل لپاره په لومړي سر کې دوه مسئلې مهمې دي، لومړی سیاست او دوهم د زېربناو جوړول."

ښاغلی اکبر وايي، افغانستان دې په دې برخه کې سیمه‌ییز انډول په پام کې ونیسي او د ترانزیټي مرکز په توګه دې د هېواد د بدلولو په خاطر، زیاتې پانګې جلب کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG