د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

خلک د پکتیکا انګور اډه کې د پاکستان پوځي تأسیسات نړوي


د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو ګواښ کړی چې پر دغې کرښې به د پاکستان له لوري جوړ شوي پوځي تأسیسات ونړوي.

د دواړو خواوو قومي مشران وايي، د انګور اډې تأسیسات لا هم پر خپل ځای پاتې دي او دا دوی ته د منلو نه‌ده چې دغه تأسیسات دې دوی سره جلا کړي.

یاد ولسونه وايي، دوی به د پاکستان له‌خوا د جوړو شويو تأسیساتو د نړولو لپاره په خپله لاس په کار شي.

قومي مشر قدرت‌الله چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني تأسیساتو د نړولو مشري کوي د چهارشبنی په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو خواوو ولسونه او قومونه سره يوځای شوي او له څو ورځو سلا مشورو وروسته‌یې پرېکړه کړې چې په هر قیمت به دغه تأسیسات نړوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه تأسیسات زموږ پر سینه باندې جوړ شوي دي، موږ پر دې کرښه چې بیا پاکستان مخته راغلی داسې تأسیسات نه‌منو چې زموږ د دواړو طرفو ولسونو د بېلوالي سبب وګرځي، نو د دواړو طرفو نه شاوخوا اته زره کسان سره راټول شوي دي او نن مو دا پلان دی چې موږ دا وران کړو."

بل پلو د پکتیکا ولایتي شورا رئیس بختیارګل همت ازادي راډيو ته وویل چې دوی د تأسیساتو نړولو په برخه کې کوم نظر نه‌لري، خو د ولسونو ټولو هغو پرېکړو ته درناوی لري چې د قانون په چوکاټ کې وي.

هغه زیاته کړه:

"هغه پرېکړې چې ولس‌یې کوي چې د قانون خلاف نه‌وي، ملي ګټې په‌کې وي، د هغو ټولو پرېکړو موږ حمایت کوو او موږ په دې اړه کوم نظر او کومه خبره نه‌لرو."

شاوخوا اته میاشتې وړاندې په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازو ویلي و چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستان د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې نظامي تأسیسات جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې هم پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ او تورخم دروازی ته نېږدې نظامي تأسیسات جوړ کړي وو چې پر سر یې د دواړو خواو ترمنځ نښته او مرګ ژوبله هم رامنځته شوه.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې ولس او افغان ځواکونه هېڅکله له یو بل نه نه‌شي بېلېدای او افغان ځواکونه او ولس دواړه په دې کې متحد دي چې چاته پخپله خاوره کې د تأسیساتو جوړولو اجازه نه‌ورکوي.

وزیري: د ولس او د افغانستان د وسله‌وال پوځ ترمنځ قطعاً فرق نه‌شته.
وزیري: د ولس او د افغانستان د وسله‌وال پوځ ترمنځ قطعاً فرق نه‌شته.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د ولس او د افغانستان د وسله‌وال پوځ ترمنځ قطعاً فرق نه‌شته وسله‌وال پوځ او ولس سره شریک دي، په وسله‌وال پوځ کې هم د ولس بچيان دي، د ولس خبره زموږ خبره ده زموږ خبره د ولس خبره، دا د افغانستان د خلکو خبره ده چې هېڅ‌چاته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې تحرکات وکړي يا تأسیسات جوړ کړي."

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونه ټینګار کوي چې دوی سره راکړه ورکړه او خپلوي لري او نه‌غواړي چې د پاکستان له‌خوا د دې تأسیساتو په جوړولو بېل شي.

دوی وایي چې په انګور اډه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه جوړ شوي تأسیسات هرو مرو ورانوي او هېڅ‌څوک به‌یې مخه ونه‌شي نیولای.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG