د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

په انګور اډه کې د پاکستان له خوا د جوړو شویو تاسیساتو په اړه اندېښنې


په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو ځينې استازي وایي چې حکومت باید په انګور اډې سیمه کې د پاکستان له خوا د جوړو شوو تاسیساتو په اړه اقدام وکړي.

د پکتیکا په انګور اډې سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا د تاسیساتو جوړېدو او په دې برخه کې د افغان حکومت نه اقدام د ولسي جرګې یوشمېر غړي اندېښمن کړي دي.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او په انګور اډې سیمه کې یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د راکټې حملې په اړه ورته اعتراض وکړ؛ خو په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي وایي؛ حکومت باید د جوړو شووتاسیساتو پر ضد هم اقدامات وکړي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی نادر خان کټوازي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې پاکستان د انګور اډې په سیمه کې د افغانستان په خاوره کې له څه مودې راهیسې یوه دروازه او یوشمېر تاسیسات جوړ کړي چې له ورایه ښکاري.

ښاغلي کټوازي وویل چې د دغو تاسیساتو لپاره د سیمې خلکو مظاهرې وکړي او له حکومت نه يې وغوښتل څو د دغو تاسیساتو مخ ونیسي؛ خو حکومت تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

"پاکستان دننه د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي؛ یو دروازه یې هم جوړه کړې د دروازې ترځنګ پوځي پوستې هم جوړ کړي پاکستان غواړي په راتلونکې کې دغه سیمه ونیسي."

تېره اوونۍ پاکستاني پوځيانو د پکتیکا ولایت په انګور اډې سیمه کې پر افغان سرحدي ځواکونو راکټي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې یو افغان پولیس ووژل شو.

له دغو راکټي حملو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار یې کړ او د پاکستاني پوځیانو د راکټي حملو په اړه یې ترې وضاحت وغوښت.

څو میاشتې وړاندې هم په انګور اډې سیمه کې د پاکستان پوځ پر افغان پولیسو ډزې کړې وې چې د نجیب الله په نوم یو سرحدي پولیس په کې ووژل شو.

اخوا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د جوړو شویو تاسیساتو د ورانولو لپاره هڅې روانې دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي آزادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د دواړو هېوادونو چارواکو خبرې هم کړي دي؛ څو دا مساله ژر تر ژره هواره شي.

"په همدې اساس له پاکستان حکومت سره خبرې شروع شوي؛ زموږ خبرې روانې دي، د حکومت غوښتنه دا ده کوم توافقات چې شوي؛ نو باید د انګور اډې په هغې خوا کې تاسیسات جوړ نه شي پاکستانیانو تخلف کړي او دروازیې جوړه کړي په دې اړه د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي."

اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکو د تاسیساتو د جوړېدو په اړه خبرې کړي خو تر اوسه وروستۍ نتیجې ته نه دي رسیدلي.

افغان حکومت تل پاکستان تورن کړی چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړوي او مخته راځي؛ خو دا تورونه تل د پاکستاني چارواکو له خوا رد شوي دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG