د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

پاکستاني پوځیانو په انګور اډه کې د تاسیساتو جوړولو چارې نه دي درولي


د افغانستان د سرحدي ځواکونو چاواکي وايي؛ اوس هم د پکتیکا ولایت د انګور اډې په سیمه کې؛ په وفقه يي ټوګه د پاکستاني ځواکونو له خوا د تاسیساتو جوړول روان دي.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو چارواکي تاییدوي چې پاکستاني پوځیان لا هم د انګورو اډې په سیمه کې؛ په وقفه یي ډول د پوځي تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوي.

افغان سرحدي ځواکونو اوس - اوس د پاکستاني ځواکونو د دې کار پر وړاندې غبرګون ښودلی و چې په نتیجه کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې وه.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو قوماندان رحمت اله روفي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید په دې برخه کې له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي:

((زموږ ادعا ده چې دا زموږ خاوره ده؛ خو دوخت په تېرېدو سره دا کرښه ښورېدلې ده؛ پاکستان پوځیان په سیمه کې کله کار کوي او کله نه.

خو په دې برخه کې د امنیت شورا؛ د بهرنیو چارو او د فاع وزارتونه بحث کوي. د حکومت هڅې روانې چې ستونره د ډیپلوماټیکو لارو اواره کړي. موږ خپله پوله ساتلې، خو دا موضوع سیاسي بحثونو ته پاتې ده.))

افغان چارواکي وايي، د تاریخي اسنادو له مخې د انګورو اډې سیمه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده؛ خو له کابو څلوېښتو کلونو راهیسې په هېواد کې د جنګونو او د افغان حکومتونود نه پاملرنې له امله؛ دغه سیمه ورو - ورو د پاکستاني ځواکونو تر ولکې لاندې شوه.

شاوخوا درې اونۍ مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تاسیساتو د جوړولو پر وړاندې د افغان پوله ساتو ځواکونو غبرګون؛ د دواړو خواو ترمنځ د نښتې لامل شو چې په نتیجه کې د دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخانکټوازی هم تاییدوي چې په انګور اډه کې اوس هم پاکستانيپوځیانو د تاسیساتو جوړول نه دی ودرولي:

((دا کار کله د شپې او کله د ورځې روان وي؛ پاکستان پوځیانو په بشپړه توګه د تاسیساتو له جوړولو لاس نه دی اخیستی؛ حکومت ته په کار ده چې دا ستونزه له سیاسي لارو اواره کړي او که پاکستان بیا هم کار ته دوام ورکړي؛ زموږ قومونه حاضر دي چې د پاکستان پر وړاندې کلک غبرګون وښيي.))

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ موضوع یې له ډیپلوماټیکو لارو له پاکستاني مقاماتو سره شریکه کړې او هڅې روانې دي چې د پېښې ستونزې ته د حل لاره ومومي.

د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د انګورو د اډې سیمه یوازينۍ سرحدي سیمه نه ده چې پاکستان پرېتیری کړی؛ بلکې دوه کاله مخکې پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت د ګوشتې په سیمه کې هم ورته تیری کړی و او غوښتل یې چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړکړي.

خو په هغه وخت کې هم د افغان سرحدي ځواکونو او مقابل لورې ترمنځ نښتهشوې او دواړو خواته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغو سرحدي تېریو ته په کتو سره کتونکي خبرداری ورکوي؛ که افغان حکومت د دا ډول لانجو د هوارئ لپاره مناسبه لاره خپله نه کړي؛ ممکن په راتلونکې کې افغانستان یو شمېر نورې سیمې هم له لاسه ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG