د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

فیصل: داخلي اختلافات به د بروکسل کنفرانس پر بهیر اغېز ونه‎کړي


په داسې حال کې چې د بروکسل کنفرانس لپاره تیاری په بشپړېدو دی اجرائیه ریاست وايي، د حکومت د مشرانو خپلمنځي اختلافونه به د دې کنفرانس پر بهیر اغیز ونه‎کړي.

اجرائیه ریاست وايي، د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلمنځي اختلافونو مسئله به د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو پر ژمنو ناوړه اغېز ونه‎کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د بلجیم له پلازمېنې بروکسله د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې ازادي راډیو ته وویل چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د بروکسل له کنفرانسه ډېره موده مخکې له مرستندویانو سره په دې اړه خبرې کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د هېواد داخلي سیاستونه او پر ځینو مسایلو د نظر توپیر د بروکسل په کنفرانس کې د افغانستان پر موقف یا په ټوله کې پر دې کنفرانس منفي تأثیر نه‌کوي. د ملي یووالي حکومت دواړه رهبران به په خورا اتحاد او یووالي په دې کنفرانس کې د افغانستان استازیتوب وکړي."

په حکومت کې دننه ثبات، ښه حکومتوالي او له فساد سره مبارزه هغه معیارونه دي چې نړیوالو تل له افغانستان سره د مرستو لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې کړي.

هغه مهال چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف مسئله رابرسېره کړه دا اندېښنې هم په زیاتېدو دي چې مرستندویه هېوادونه په حکومت کې دننه د بې‌ثباتۍ له کبله ښايي له افغانستان سره په خلاص لاس مرستو ته زړه ښه نه‎کړي خو ښاغلی فیصل دا اندېښنې بې‌ځایه بولي.

ښاغلی فیصل زیاتوي:

"د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې له ګډون مخکې ټول هغه مسایل چې په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره ارزښت لري تقریباً تکمیل کړي دي. بل د نړیوالو تعهد دی یا د داخلي ستونزو په اړه له نړیوالو سره بحثونه یوازې د کنفرانس په درشل کې نه‌وو. موږ پر دې مسئلې مخکې له مخکې کار کړی دی. د مرستو پر ژمنو او هغه تعهد چې نړیوال به‌یې بیا له افغانستان سره کوي له میاشتو میاشتو راهیسې کار شوی دی."

د بروکسل کنفرانس د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په نوښت د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو، د اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه جوړېږي.

د بروکسل کنفرانس د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په نوښت د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو، د اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه جوړېږي.
د بروکسل کنفرانس د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په نوښت د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو، د اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه جوړېږي.

په پام کې ده په دې کنفرانس کې د نړۍ د اویا هېوادونو او ۳۰ نړیوالو مؤسسو استازي برخه واخلي.

د دې کنفرانس ګډون‎وال به د اصلاحاتو په برخه کې له افغان حکومت سره خپل نظر شریک کړي او په دې برخه کې د اجرأتو پوښتنه به ترې وکړي.

همداراز مرستندویه هېوادونه او نړیوالې مؤسسې به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت، دولت جوړونې او پرمختګ په برخو کې د افغانستان له حکومت سره د مرستو ژمنې وکړي.

XS
SM
MD
LG