د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ټرمپ: د امریکا د ځینو ښارونو امنیت تر افغانستان هم خراب دی


د امریکا متحده ایالتو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید ډونالډ ټرمپ چې په حیرانوونکو ویناوو مشهوره شوی دا ځل‌یې د امریکا ځیني ښارونه د افغانستان په څېر ځایونو څخه هم نا امنه وبلل.

ټرمپ په شمالي کارولینا کې د سې شنبې په ورځ په یوه کمپاین کې وویل چې په امریکا کې په ځینو سیمو کې ان د دې وېره شته چې په سړکونو باندې د قدم وهلو په وخت هم سړی ووژل شي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ د ویناوو دا برخه ان «بي، سي» ټلوېزیون خپره کړې ده:

"تاسو زموږ داخلي ښارونه وګورئ درسونه په‎کې نه‌شته، دندې په‎کې نه‌شته که په سړکونو قدم وهئ وژل کېږئ به. وضعیت ډېر خراب دی. صادقانه باید ووایم چې د افغانستان په څېر ځایونه زموږ تر داخلي ښارونو خوندي دي."

ښاغلي ټرمپ وویل، په ډېرو ځایونو کې د امریکا داخلي ښارونه د تعلیم او دندو له خدمتونو بې برخې دي او وضعیت په‎کې ډېر زیات خراب دی.

د امریکا د جمهوري ریاست دغه کاندید د کډوالۍ او ملي امنیت په برخه کې تر دې مخکې هم په لویو پالېسیو انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې که ګټونکی شي هر څه به بدل کړي.

ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې تېره یکشنبه په نیویارک کې بمي چاودنې او وروسته په نیو جرسي کې له پولیسو سره د نښتې د پېښو په تړاو یو افغاني‌الاصله امریکايي نیول شوی دی.

له افغانستان نه د امریکا د ځینو داخلي ښارونو امنیت په داسې حال کې خراب ګڼل کېږي چې په افغانستان کې د شمېرو له مخې یوازې سږ کال تر دې دمه څه باندې ۱۶۰۰ ملکیان وژل شوي او درې نیم زره نور ټپیان دي.

خو پوښتنه دلته ده چې که ټرمپ د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر شي اوسنۍ خبرې به‌یې په راتلونکي کې له نړۍ او په خاصه توګه له افغانستان سره په روابطو او پرېکړو څومره اغېز وکړي؟

په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس روح‌الله امین د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې ټرمپ یوازې یو شخص دی او که ولسمشر هم شي سیسټم به پرېکړه کوي نه‌یوازې دی.

ښاغلي امین زیاته کړه:

"له افغانستان سره په مقایسه کې طبعاً دا یو ډېر غیر منطقي قضاوت دی چې ووایي له افغانستان نه د امریکا د فلاني ښار امنیت بدتر دی. ممکن افغانستان ته پاملرنه یوه اندازه کمه شي خو په مجموعي توګه به په راتلونکي کې په افغانستان او سیمه کې د امریکا حضور او په اړه‌یې لویې پرېکړې د ښاغلي ټرمپ او یا بل هر جمهور رئیس شخصي پرېکړه ونه‌اوسي."

ښاغلی امین د ټرمپ دا خبرې نوې نه‌بولي بلکې وايي چې تر دې پخوا یې هم حیرانوونکې او د نه‌ویلو خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG