د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

ارګ: د احمد خان رحمي د قضیې څېړنه کې مرستې ته چمتو یو


افغان حکومت وايي چې د اړتیا په صورت کې به په امریکا کې د بمي چاودنې په تور د نیول شوي افغاني‌الاصله امریکايي وګړي په څېړنه کې مرسته وکړي.

ارګ وايي، تر اوسه معلومه نه‌ده چې نیول شوي کس له ترورېستانو سره همکاري درلوده او که نه، خو وايي چمتو دي چې د نیویارک او نیو جرسي په پېښو کې د افغاني‌الاصله امریکايي تورن احمد خان رحمي د قضیې په څېړنه کې مرسته وکړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د سې شنبې په ورځ د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا احمد خان رحمي له ترورېستي ډلو سره همکاري درلوده که نه وویل چې له څېړنو وروسته به دا موضوع روښانه شي.

مینه پال: له څېړنو وروسته به دا موضوع روښانه شي.
مینه پال: له څېړنو وروسته به دا موضوع روښانه شي.

هغه زیاته کړه:

​"موږ په کلکو ټکو دغه حمله غندو، زموږ لومړني معلومات ښيي چې تورن کس یو امریکايي وګړی دی، خو ممکن یو څه موده‌یې په افغانستان کې ژوند کړی وي، خو د اړتیا په صورت کې به له څېړنو سره مرسته وکړو."

په امریکا کې د لومړنیو څېړنو راپورونه وايي چې احمد خان رحمي په ۱۹۸۸ کال کې په افغانستان کې زېږدلی او وروسته له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی.

نوموړی د امریکا د نیویارک او نیو جرسي په ښارونو کې په حملو کې په لاس درلودو تورن دی چې د دوشنبې په ورځ له پولیسو سره په نښته کې ټپي او وروسته ونیول شو.

​د پولیسو په وینا، د نیویارک په چلسي سیمه کې د شنبې په شپه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي.

په ځینو راپورونو کې د تورن کس د خپلوانو له قوله ویل شوي چې نوموړی څو کاله وړاندې افغانستان ته هم تللی و.

دا لومړۍ پېښه نه‌ده چې د یوه افغاني‌الاصله امریکايي له لوري په امریکا کې ترسره کېږي، بلکې د روان کال په جولای میاشت کې د عمر متین په نوم یوه بل افغاني‌الاصله امریکايي د امریکا د فلوریډا ایالات په اور لانډو ښار کې د همجنس بازانو پر یوه کلپ حمله وکړه چې له امله‌یې پنځوس تنه ووژل شول او پنځوس نور ټپیان شول.

له دغو حملو وروسته هغه افغانان چې په امریکا کې ژوند کوي، د امریکایانو له چلند څخه په اندېښنه کې دي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي چې دا ډول پېښې په نړیواله کچه د افغانانو باور ته زیان رسوي.

دوی وايي:

​"موږ په کلکو ټکو دا پېښه غندو او له امریکایانو سره په همدې پېښه کې ځان غمجن بولو."

"هر چا چې دا کار کړی افغان نه‌دی او نه ورته افغان ویلای شو.​"

د چارو افغان څېړونکی روح‌الله امین هغه څوک چې په امریکا کې یې ژوند کړی وايي، بنسټ پالنه د دې لامل شوې چې په امریکا کې چاودنې او پېښې رامنځته شي.

هغه زیاتوي:

​"دا په خپله د امریکایي ټولنې ماته ښکاره کوي، معنی، دا څوک چې په امریکا کې لویېږي د ښوونې، ښار کې د اوسېدنې او ادغام پروسه په هغه ډول نه‌ده چې په امریکا کې اوسېدونکي د دغې ټولنې له فرهنګ سره یوځای کړي او اوس هم هلته د بنسټ پالنې افکار موجود دي.​"

ښاغلی امین وايي، دا ډول پېښې به د دواړو هېوادونو په اړیکو او د مهاجرت پر پروسه ناوړه اغېز ونه‌کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید امریکا ته قناعت ورکړي چې ترورېزم او بنسټ پالنه ټوله نړۍ ګواښي او امریکا باید د ترورېزم ملاتړو باندې نور هم فشارونه زیات کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG