خبرونه
افغانستان د افغانيالاصله امریکايي په اړه له څېړنو سره مرسته کوي
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د اړتیا پر مهال به په امریکا کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور د نیول شوي افغانيالاصله امریکايي وګړي په اړه له تحقیقاتو سره مرسته وکړي.
د نیویارک پولیسو دغه افغانيالاصله امریکايي وګړی احمد خان رحمي، په منهاټن سیمه کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور نیولی.
د پولیسو په وینا، د منهاټن په چلسي سېمه کې د شنبې په شپه د کورنیو بمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، مشکوک احمد خان رحمي ۲۸ کلن دی، په افغانستان کې زېږېدلی او بیا امریکا ته تللی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ له مراکش سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د اسلامي هیوادونو د یووالي د لوبو د لړۍ په ترڅ کې سبا پنجشنبې له مراکش سره مخامخ شي. افغان لوبډلې پرون سې شنبې خپله لومړۍ لوبه له تاجکستان څخه ۹ د ۵ په مقابل کې وګټله. د سعودي عربستان پلازمینه ریاض د دغو لوبو کوربه دی. افغانستان په بې ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره دی. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې داسې مهال په دې لوبو کې ګډون کړی چې تراولس کلونو کشرې لوبډلې یې تیره اونۍ د آسیایي جام لوبو اتلولي خپله کړه.
متحدو ایالتونو په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات د نړیوال ځواک د رامنځته کولو لپاره د ملګروملتونو د پریکړه لیک مسوده چمتو کړې
د امریکا متحده ایالاتو د ملګروملتونو د یوه پریکړه لیک مسوده چمتوکړې چې له مخې یې د دوو کلونو لپاره په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات لپاره د یوه نړیوال ځواک جوړیدو ته اجازه ورکوي. د رویترز خبري آژانس چې د دغې مسودې یوه کاپي یې ترلاسه کړې په وینا ډیپلوماتانو ویلي چې دغه مسوده چې بیاهم کارپرې روان دی او کیدای شي بدلون ومومي، روانه اونۍ له یوشمیرهیوادونو سره شریکه شوې خو تراوسه په رسمي توګه د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو ته نده وړاندې شوې. تراوسه نده څرګنده چې واشنګټن به کله د پریکړه لیک دغه مسوده د امنیت شورا غړیو ته وړاندې کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړیو او نورو شریکانو سره په دې اړه خبرې روانې دي چې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ طرحه په څه ډول عملي کیدای شي خو دې ویاند د ترتیب شوې مسودې په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. اسراییل او د فلسطینانو حماس ډلې یوه میاشت مخکې د ټرمپ د شلو مادو د طرحې پرلومړي پړاو هوکړه وکړه چې له مخکې په غزه کې له دوه کلنې جګړې وروسته اوربند وشو او د یرغملو او بندیانو د تبادلې بهیرپیل شو. د دې طرحې بل پړاو به چې له مخې د غزې لپاره د سولې یو بورډ او د ثبات نړیوال ځواک رامنځ ته کیږي، د ملګروملتونو د پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته عملي کیږي.
په ایران کې یوه فرانسوۍ جوړه له زندانه خوشې شوه
د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون پرون سې شنبې اعلان وکړچې ایران هغه فرانسوۍ جوړه خوشې کړې چې له څه باندې درې کلونو راهیسې په زندان کې وه او د جاسوسۍ په تور ورته د اوږدې مودې بند سزا ورکړل شوې وه.
۴۱ کلنه سیسیل کوهلر او ۷۳ کلن ژاک پیریس د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې ایران ته د سفرپه مهال نیول شوي و. د دغې جوړې چې دواړه ښوونکي دي، کورنۍ یې ویلي و چې دوی په یوه سیاحتي سفر ایران ته تللي و. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرخپله ایکسپاڼه ویلي چې د تهران له زندانه د دغې جوړې په خوشې کیدو د ارامۍ احساس کوي. هغه ویلي، دوی د فرانسې سفارت ته په لاره دي اوپه دې اړه خبرې روانې دي چې هرڅومره ژرچې کیدای شي، هغوی فرانسې ته ستانه کړي. په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل باقري وویل چې دغه فرانسویان د ضمانت په بدل کې په مشروط ډول خوشې شوي اوترهغو به ترڅارنې لاندې وي چې د محکمې بل بهیریې ترسره شي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو فرانس ۲ ټلویزیون ته وویل چې هغوی د فرانسې د سفیر په استوګنځي کې دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی. خو نوموړي په دې اړه چې دوی ته به کله له ایران څخه د وتلو اجازه ورکول کیږي له څه ویلو ډډه وکړه.
د افغانانو په ګډون د غیرقانوني کډوالو د قاچاق وړونکو د یوې شبکې محاکمه په پاریس کې پيل شوه
د انګلستان په کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له پیښې وروسته چې اووه کسان پکې مړه شول، د افغانانو په ګډون د نهو مشکوکو قاچاق وړونکو محاکمه د سې شنبې په ورځ په پاریس کې پیل شوه.
څارنوالانو د افغانستان، عراق او سوډان نهه اتباع د غیرعمدي وژنې، له خطر سره د مخ کولو او بریتانیا ته د غیرقانوني ننوتلو لپاره د اسانتیا برابرولو پرمواردو رسماً تورن کړي دي.
دا کښتۍ چې ۶۵ کډوال پکې سپاره و، د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د فرانسې له بندري ښارکالې څخه انګلستان ته پر لاره وه چې د انجن د خرابوالي له امله ډوبه شوه. د ژغورنې کارکوونکو د شپږو غیرقانوني کډوالو جسدونه له اوبو څخه را وویستل اود یوه بل تن مړی وروسته د هالنډ په سواحلو کې وموندل شو.
د راپورونو له مخې د څو اروپایي هیوادونو لخوا ترسره شویو پلټنو وموندله چې په فرانسه او جرمني کې د قاچاق وړونکو یوې منظمې شبکې هغه کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل، انګلستان ته بیول. ویل شوي دغه شبکه د عراقي کردانو له خوا اداره کیده. د دې شبکې یوې څانګې په جرمني کې د کډوالو لوژیستیکي چارې سمبالولې او ظاهراً افغان ډلې هم ورته خلک پیدا کول چې انګلستان ته یې ولیږي.
ویل کیږي چې قاچاق وړونکو انګلستان ته د تګ لپاره له هر کس څخه څه کم یونیم زر ډالر اخیستل.
له کلونو راهیسې، غیرقانوني کډوال د انګلستان کانال له لارې په کوچنیو ربړي کښتیو کې بریتانیا ته د تیریدو هڅې کوي چې ډیری وختونه له خطرناکو پیښو سره مخ کیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو ترټولو بده پیښه څلور کاله مخکې رامنځته شوه چې ۲۷ غیرقانوني کډوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د افغانانو ۳۱ کسیزه ډله جرمني ته ورسیده
د افغانانو هغه ډله د جرمني هانوور ښارته ورسیده چې له مخکې په جرمني کې منل شوي او پرون سې شنبې یې په یوې مسافروړونکې الوتکه کې له اسلام آباد څخه جرمني ته سفرکاوه.
د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د افغانانو دغه ۳۱ کسیزه ډله لومړی د ترکیې استانبول او له هغه ځایه پرون ماښام د جرمني هانوور ښار ته ورسیده. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دغه افغانان به د جرمني په مختلفو ښارونوکې ځای پرځای شي. دا هغه افغانان دي چې په جرمني کې د میشتیدو لپاره په محکمو کې یې دعواوې وړي دي. دا د جرمني د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې په ځانګړي ډول له خطرسره مخ افغانانو، لکه د پخوانیو سیمه ایزو کارکونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو د خوندیتوب او ملاتړلپاره ځانګړې شوي دي. ډیری افغان کورنۍ په اسلام آباد کې له میاشتو او کلونو راهیسې جرمني ته د تلو انتظارباسي.
د جرمني د حکومت په وینا، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې جرمني ته د تلو مستحق پیژندل شوي یا ورته د منلو ژمنې ورکړل شوي، تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.n
هند د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه
هند وایي، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره یې پنځلس ټنه خوراکي مواد هغه هیواد ته واستول. د رویترز په وینا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر له خپل سیال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پرون دوشنبې په ټیلفوني خبرو کې همدارنګه ژمنه وکړه چې نورې روغتیایي مرستې به هم له افغانستان سره وشي. د راپورله مخې هند په سیمه کې لومړنی هیواد دی چې د زلزله ځپلو لپاره افغانستان ته مرستې لیږي. چین هم نن سې شنبې اعلان وکړچې چمتو دی د زلزلې له زیانمنوشویو سره مرسته وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کیدونکو مرستو د څرنګوالي یادونه ونکړه خو یوازې دومره یې وویل چې چین چمتو دی چې له افغانستان سره د اړتیاوو په پوره کولو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او نژدې زر نور ټپیان دي. دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د افغانستان شمالي ولایتونه په تېره بلخ او سمنګان ولړزول او ټکانونه یې ان په کابل او نورو ولایتونو کې هم حس شول.
د طالبانو چارواکي: له پاکستانه په یوه ورځ کې نژدې ۱۶ زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي
د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه نژدې شپاړس زره افغان کډوال چې له هغه هیواده ایستل شوي و، بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرخپل ایکس پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسیون د دارالانشاء شمیرې خپرې کړي چې له مخې یې د دغو نویو ستنوشویو ډیره برخه یعنې نژدې ۹ زره پر تورخم را اوښتي. نورڅه کم ۶ زره د کندهارد سپین بولدک او نژدې زرتنه د هلمند د بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دغه لړۍ وروسته له هغې تیزه شوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې وشوې. پاکستاني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره لویې لارې یې یوازې د هغو افغان کډوالو پرمخ پرانیستي چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي او افغانستان ته یې لیږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هیوادونو د یووالي د لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه له تاجکستان څخه ۹ د ۵ په مقابل کې وګټله. د سعودي عربستان پلازمینه ریاض د دغو لوبو کوربه دی. افغانستان په بې ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره دی. افغان لوبډله به د پنجشنبې په ورځ له ایران سره لوبه کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې داسې مهال په دې لوبو کې ګډون کړی چې تراولس کلونو کشرې لوبډلې یې تیره اونۍ د آسیایي جام لوبو اتلولي خپله کړه.
نړیوال سور صلیب: اسراییل د نورو ۴۵ فلسطینيانو مړي ور وسپارل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې نن سې شنبې تایید کړه چې د هغو ۴۵ فلسطینیانو مړي یې چې اسراییل ورسپارلي و، پر غزې تړانګې د واکمنې حماس ډلې چارواکو ته تسلیم کړي دي. د دې کمیټې یوې ویاندې وویل چې اسراییل دغه مړي پرون دوشنبې یوه ورځ وروسته له هغې ور وسپارل چې دوی د یرغمل شویو درې اسراییلیانو د مړو پاتې شوني ترلاسه کړل. د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې اسراییل د هرمړه شوي یرغمل د پاتې شونو د ترلاسه کولو په بدل کې په غزه کې د وژل شویو پنځلسو کسانو مړي یا د مړو پاتې شوني یې فلسطیني لوري ته ورکوي.
د اسراییلي سرچینو په وینا، د اتو یرغمل شویو جسدونه لاهم په غزه کې دي. د د دغو یرغملو اوه یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس د برید پرمهال تښتول شوي وو.
ریچارډ بینیټ: د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د بشري مرستو په برخه کې دې جنسیت او بشري حقونو ته پام وشي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان په شمال کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له زیانمنو شویو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ هغوی ته د جنسیت او بشري حقونو پربنسټ د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده. ښاغلي بینیټ د دوشنبې په ورځ پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په دې اړه نورجزیات ندي ورکړي خو پرښځو د طالبانو له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په پام سره چې دوی یې د نورو برخو ترڅنګ د ملګروملتونو په ادارو او نړیوالو مرستندویه موسسو کې له کارکولو راګرځولي، له دا ډول طبیعي پیښو سره انتقادونه راپورته کیږي چې د زیانمنو شویو ښځو او نجونو سم لاسنیوی نه کیږي.
ښاغلي بینیټ له دې مخکې د اوکتوبر په دیرشمه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي وچې ده نن خپل راپور د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړاو خبرداری یې ورکړچې افغانستان نن ورځ د جنسیتي برابرۍ له ترټولو سختې او سیسټماټیکې ځپنې سره مخامخ دی. د نوموړي په خبره ده له دولتونو څخه غوښتنه کړې چې طالبان عادي ونه ګڼي او د بشري حقونو په اړه ټینګ ودریږي.