د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د ننګرهار صرافان: د لويې لارې ځينې پولیس غلو سره لاس لري


د ننګرهار ولایت یو شمېر صرفان وايي، تېره شپه درې تنه صرافان چې له تورخم څخه‌يې جلال‌اباد ته طلا او پيسې انتقالولې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند لویې لارې پولیسو پوستې ته نېږدې سیمه کې په یوې ټرافيکي پېښه کې وژل شوي او د دوی له موټر څخه طلا او پیسې تښتول شوي دي.

د یاد ولایت لسګونه صرافان چې د پېښې د قربانیانو جسدونه هم ورسره ول د اعتراض په ډول د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او د لويې لارې پولیس‌يې د غلو سره په همکارۍ تورن کړل.

دوی وايي، دا پېښه په قصدي ډول شوې، ځکه د لویې لارې پوليسو په موجودیت کې له موټر څخه څه باندې درې سوه تولې طلا او شاوخوا اووه زره ډالر پیسې وړل شوي دي.

دوی زیاتوي:

​"اوس موږ د پېښې ځای ته پولیس نه‌پرېږدي ډزې کوي ولې ډزې کوي؟ ځکه چې په موټر کې طلا او پيسې وې، کله چې هغه پیسې تالا شوې، بیا موږ ته اجازه راکړل شوه چې ورشئ، کله چې دا حادثه کېږي، زموږ کسان ګاډي ته ورځي پولیس ورباندې ډزې کوي چې مه راځئ حال دا چې زموږ هغه کس ژوندی و او دوه مړه و دا زخمي پولیسو ته وايي، دا کسان ماته راپرېږدئ چې راشي خو په دې جریان کې یو ساعت تېرېږي، یو ساعت وروسته دوی چې کله ښه له موټرو نه طلا او پیسې ووېستلې بیا وايي راشئ، زموږ درې سوه او لس تولې سره زر دي او شاوخوا اووه زره ډالر پیسې ورسره وې.​"

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، دغو اعتراض کوونکو د ننګرهار له والي سره هم خبرې وکړې او ورته‌يې ډاډ ورکړ چې د يادې پېښې په تړاو به جدي څېړنه کوي او عاملين به‌يې د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه زیاته کړه:

​"دا کومه قضيه چې رامنځته شوې ده، زموږ سره معلومات شریک شوي دي چې ټرافيکي پېښه رامنځته شوې ده، همدا مهال قضيه تر څېړنې لاندې ده او موږ اطمینان درکوو چې په دې قضيه کې ښکېل کسان به پيدا کېږي او هغوی ته به د قانون په رڼا کې سزا ورکړل شي."

په ورته وخت کې یوې امنيتي سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي هم دي ولې رسنیو سره دا موضوع لا نه‌ده شریکه شوې.

یوازې دا پېښه نه‌ده چې صرافان‌يې اندېښمن کړي له دې وړاندې د جلال‌اباد له ښار څخه څو تنه صرافان ناڅرګندو کسانو د پیسو د اخیستلو په خاطر تښتولي وو.

دوی وايي، ولایتي اداره باید د صرافانو امنيت خوندي وساتي کنه هېڅ شتمن کس به په دې ولایت کې اوسېدو ته زړه ښه نه‌کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG