د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

نعیم: افغانستان کې د ځان وژنې پېښو ګراف لوړ شوی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي.

یاد وزارت وايي، ژور خفګان، اجباري ودونه، کورني تاوتریخوالی، جنسي تېري، بې‌روزګاري او د نشه‌يي توکو استعمال هغه څه دي چې په هېواد کې یې د ځان وژنو پېښو ګراف لوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د پالېسې معین احمد جان نعیم د ځان وژنې پېښو د مخنیوي د نړیوالې ورځې د لماځنې په مراسمو کې وویل، سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت د ځان وژنو پېښو په اړه کره شمېره نه‌لري، خو زیاتوي چې ځان سوځونه او تسممات دا ښيي چې په هېواد کې د ځان وژنو په پېښو کې ډېروالی راغلی دی.

ښاغلي نعیم زیاته کړه چې اکثره کورنۍ د عرف او عنعناتو له کبله د ځان وژنې د پېښو په اړه دوی ته معلومات نه‌ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت معین احمد جان نعیم
د عامې روغتیا وزارت معین احمد جان نعیم

هغه زیاته کړه:

​"بدبختانه د عامې روغتیا وزارت دقیق ارقام نه‌لري، په دې خاطر چې خلک دغه یو ننګ بولي او نه‌غواړي چې د ځان وژنې او د دغو مسایلو په اړه خلک کیسې وکړي، زیاتره وخت د داسې پېښو راپور نه‌ورکول کېږي او هغه څه چې د عامې روغتیا وزارت ثبت کړي، د تسمماتو او سوځېدلو په نوم دي او د تېر کال ارقامو ته په کتو سره سږ کال ارقام لوړ شوي دي.​"

د ښاغلي نعیم په خبره په افغانستان کې اکثره هغه مېرمنې او نجونې د بېلابېلو عواملو له کبله ځان وژنه کوي چې عمرونه‌یې، د ۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو پورې وي.​

دغه وزارت ناهیلي او يا هم د تعلیم او تحصیل په برخه کې پاتې راتلل د یادو پېښو د یو بل لامل په توګه یادوي.

ډاکټر احمد جان نعیم وايي، د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر اړوندو ادارو په مرسته‌یې په ټول هېواد کې، د عامه پوهاوي او مشوره ورکولو پروګرامونه پیل کړي.

له بلې‌خوا په دغو مراسمو کې داسې مېرمنو هم ګډون درلود چې په تېر کې یې د ځان وژنې ترخه تجربه درلوده او په خبره‌یې، د ځان وژنې علت‌یې کورنی تاوتریخوالی وو.

کورنی تاوتریخوالی هم د ځان وژنې له لاملونو څخه دی.
کورنی تاوتریخوالی هم د ځان وژنې له لاملونو څخه دی.

نوموړې زیاته کړه:

​"زما خاوند پوډري دی، هر وخت وهل ډبل کوي او زه هم د خلکو کورونو کې کار کوم، د خلکو جامې مينځم، ما څو ځلې د ځان وژنې کوښښ وکړ، د موږکانو دوا مې وخوړه، شیشه مې وخوړه او ځان مې وځړاوه، خو مړه نه‌شوم، اوس پوهېږم چې باید د ماشومانو لپاره مې ژوند وکړم.​"

د نړیوال روغتیايي سازمان له‌خوا په خپرو شویو ارقامو کې ویل شوي چې هر کال یو میلیون کسان ځان وژنه کوي چې د زیاترو عمرونه‌يې له ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو او یا هم له ۷۰ کلونو څخه پورته وي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG