د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله پرون ناوخته کابل ته راورسېده


له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړۍ ډله، د شنبې په ورځ ماخستن کابل ته راورسېده.

د حج او اوقافو وزارت وايي، ټول څه باندې ۲۴۰۰۰ افغان حاجیان به په څه کم یوه میاشت کې هېواد ته راستانه شي.

یاد وزارت وايي، سږکال سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو تګ، د حج د فریضې د اداء کولو مراسم او هېواد ته د دوی بېرته راستنېدل،پرته له کومې ستونزې په کامیابۍ سره ترسره شول.

د حج اواوقافو د وزارت سرپرست داعي الحق عابد داخبره د شنبې په ورځ ماخستن،له سعودي عربستان څخه کابل ته د افغان حاجیانو د لومړۍ ډلې د راستنېدو پر مهال وکړه:

داعي الحق عابد
داعي الحق عابد

"په دې پرواز کې زموږ ۵۸۰ حاجیانو هېواد ته تشریف راوړ، د ټولو حاجیانو د رالېږدولو لړۍ به ۲۸ ورځې ونیسي او په ۶۱ پروازونو کې به ټول هېواد ته ستانه شي، سږکال د حج مراسم په کامیابۍ سره تر سره شول او کومه جدي پېښه مو نه درلوده."

د حج او اوقافو وزارت چارواکو وویل، سږکال سعودي عربستان ته د حج د فریضې د اداء کولو په مقصد څه باندې۲۴۰۰۰ افغان حاجیان ورغلي و چې د اوسېدو د ځای، خوړو، له یوه ځایه بل ته په تګ راتګ، روغتیايي برخه او داسې نورو کې له هیڅ ډول ستونزو سره مخ شوي نه دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو کلونو کې د هر حاجي د تګ او بېرته ستنېدو لګښت ۲۷۰۰ ډالره و، خو سږکال په دې بیه کې ۴۰۰ ډالره کمې راوستل شوی و.

کابل ته راستانه شوي اکثره حاجیان د حج له مراسمو خوښ و.

داحمد خان په نامه یوه حاجي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ ډېر خدمت شوی، نه د معلمینو ستونزه وه، نه د ډوډۍ ستونزه وه، په مکه، مدینه او داسې نورو ځایونو کې له هیڅ ډول ستونزې سره نه یو مخ شوي."

خو یوشمېر د معلمینو له کمې تجربې او ناوړه چلند نه شکایت درلود.

د امیرمحمد په نامه یوه حاجي ازادي راډیو ته وویل:

"مراسم په ښه توګه تېرشول، خو یوازینۍ ستونزه مو په معلمینو کې وه چې تجربې یې نه لرلې، داسې معلمین په کې وه چې زه فکرکوم د حج له مراسمو خبر نه و، زه فکرکوم په دوی کې ۵۰ فیصده معلمان نه وو."

د حج او اوقافو وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې په دې مراسمو کې ۶ افغان حاجیان چې عمرونه یې زیات او یا یې له پخوا راهیسې ناروغي درلوده، په خپل مرګ مړه شوي دي.

د حج او قافو وزارت چارواکو داهم وویل، د دې مراسمو ستونزې او نیمګړتیاوې به د یوه کمېسیون په ذریعه ارزیابي شي، څو په راتلونکي کې دغه مراسم پرته له ستونزو ترسره شي.

سږکال اکثره افغان حاجیان د حج له مراسمو په داسې حال کې خوښي ښيي چې څو کاله وړاندې د حج او قافو وزارت ځینې لوړ پوړي چارواکي، په ورته مراسمو کې د پیسو په اختلاس محاکمو ته وړاندې شوي او جزا یې لیدلې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG