د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

افغانستان سره د امریکا مالي مرستو د کمولو خبرداری


یو شمېر امریکايي سناتورانو پرون د ولسمشر بارک اوباما ادارې ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اداري فساد له امله د ستونزو په اړه که جدي غور ونه شي، له دې جنګ ځپلي هېواد سره د امریکا کلنۍ مرستې چې ۵ میلیارډه ډالر دي، کمولای شي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، ډیموکراټ سناتو رابرټ منندز پرون وویل:

"په افغانستان کې روان وضعیت ته که وکتل شي، نو زه نه پوهېږم چې په راتلونکي کې به په امریکا کېله افغانستان سره د مرستېپر دوام څه ډول سیاسي اراده رامنځ ته کېږي."

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، ډیموکراټ سناتو رابرټ منندز
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، ډیموکراټ سناتو رابرټ منندز

سناتور مینندز څرګنده کړه چې مخکې یې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ کړی خو که په کابل کې حکومت د ادري فساد پر ضد په مبارزه کې خپلې هڅې زیاتې نه‎کړي، ښايي د ده نظر بالکل بدل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مصارفو د ستر څارونکي جان سوپکو دفتر د چهار شنبې په ورځ پر واشنګټن سخت انتقاد وکړ چې افغانستان ته یې میلیاردونه ډالر، پرته له‎دې چې سمه څارنه یې وشي ور"توي" کړل .

د جان سوپکو دفتر وویل د امریکا دې کار په افغانستان کې د اداري فساد فرهنګ رامنځ ته کړ او هلته د امریکا پر ماموریت یې هم منفي اغېز وکړ.

امریکا هر کال افغانستان ته ۴ میلیارد ډالر پوځي او یو میلیارد ډالر د بشري پروګرامونو لپاره مرسته کوي.

امریکا د دې ترڅنګ، هر کال میلیارډونه ډالر په‎دې هېواد کې د خپلو میشتو عسکرو او ملکي مامورینو په تمویل او ملاتړ لګولي دي.

په افغانستان کې د امریکا د مصارفو د څارنې د ادارې مشر ویلي، متحدو ایالاتو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۹ میلیارده ډالر په افغانستان کې میشتو امریکايي عسکرو لګولي دي.

دا پيسې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لپاره د ټرانسپورټي امکاناتو، پوځي بارکونو او ترجمانانو پر برابرولو مصرف کړې په همدې کال کې د افغانستان د ټولو کورنیو، ناخالصو تولیداتو ارزښت ته نېږدې وې. افغانستان هغه کال د ۲۰ نیم میلیارد ډالرو په ارزښت کورنی ناخالص تولید درلود.

د سوپکو په وینا، په افغانستان داسې غریب هېواد کې د دومره زیاتو پيسو لګولو هغه پیاوړې جنایت کارې شبکې ورجذبې کړې چې هلته د امریکا له ۱۵ کلن ماموریت سره یې د ریښو ایستل سخت کار دی.

د سوپکو په وینا، په افغانستان داسې غریب هېواد کې د دومره زیاتو پيسو لګولو هغه پیاوړې جنایت کارې شبکې ورجذبې کړې
د سوپکو په وینا، په افغانستان داسې غریب هېواد کې د دومره زیاتو پيسو لګولو هغه پیاوړې جنایت کارې شبکې ورجذبې کړې

د جان سوپکو په رپوټ کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر په حواله لیکل شوي:

"زموږ د هڅو د ناکامۍ بنیادي دلیل په افغانستان کې روان تشدد دندې، بلکه د اداري فساد فشار دي."

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کراکر پرون پنجشنبې د کمیټې په غونډه کې اندیښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د لګښت په اړه د عادي امریکايیانو ملاتړ د کمېدو په حال کې دی ځکه د هغه په وینا د امریکا خلک داسې کم شواهد ګوري چې د دوی مرستو په افغانستان کې نتیجه ورکړې ده .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ اولسن چې پرون په‎دې غونډه کې وو، منلې چې اداري فساد په افغانستان کې حکومت کمزوری کړی خو ټینګار يې کړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره په مبارزه کې د امریکا ریښتینی ملګری دی.

اولسن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل: په افغانستان کې وضعیت له هغه سره چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال مخکې وو، بې سارې توپیر لري.

په افغانستان کې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو د ادارې [ یو. اس. ایډ] مشر ادم سمپلر دې کمېټې وویل چې د حکومتونو له کنټروله وتلې سیمې په ټوله نړۍ کې د امریکا ګټو ته ستر خطر دی.

XS
SM
MD
LG