د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

نیشنل انټرسټ: د امریکا دلچسپي په افغانستان کې


نیشنل انټرسټ په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه د یو شمېر امریکایي متخصصانو نظرونه په یوې مقالې کې راغونډ کړي دي.

دغه خپرونه لیکي چې په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره امریکا ته په سیمه کې ملاتړی پکار دی چې له چا سره پوځي او سیاسي ملګرتیا ټینګه کړي.

امریکا د ۲۰۰۱میلادي کال د سیپټمبر له یوولسمې وروسته په افغانستان کې مداخله وکړه، تر ۲۳۰۰ ډېر پوځیان یې په دې هېواد کې ووژل شول او اته سوه میلیارډه ډالر یې مصرف کړل خو هغه څه چې واشنګټن غوښتل ترلاسه نه شول.

د نیشنل انټرسټ په باور ستونزې د ولسمشرکرزي د حکومت په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې، ځکه چې له افغان حکومت سره د امریکا اړیکي پیچلې شوي، له هغه حکومت سره چې تر دې مخکې له هېڅ افغان حکومت سره امریکا دومره ژور روابط نه لرل، بل لور ته د پاکستان نقش هم د افغانستان شخړې پیچلې کړي.

خپرونه بیا لیکي:

ولسمشراوباما دا هڅه وکړه چې امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي او اصلاحات افغانانو ته پریږدي خو په داسې حال کې چې پرمختګونه شوي دي، ولسمشراوباما دا نظر ورکړچې دی به په افغانستان کې د امریکا نقش پای ته ونه رسوي او روان ماموریت به د امریکا بل ولسمشر ته وسپاري.

خپرونه بیا زیاتوي چې نن سبا که ورته وګورو د امریکا نقش په افغانستان کې تر پخوا ډېر کم شوی دی، د پخوا په پرتله تر لس فیصده لږ پوځیان پاتې دي او تر شل فیصده مالي لګښت یې کم کړی دی.

نیشنل انټرسټ بیا د امریکا نوي ولسمشر ته وړاندیز کوي چې هغه دا فرصت لري چې د افغانستان پالیسي ډېر ثابته، ډېره اغېزمنه او داسې برابره کړي چې تقاضا په‎کې لږ وي.

د امریکایي څېړونکو په باور دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید پیاوړی شراکت موجود وي داسې چې پر دوه اړخیزه طبیعي ژمنو ولاړ وي.

دغه څېړونکي دا هم وایي چې په افغانستان کې باید د امریکا او ائیتلافي ځواکونو اوږدمهاله ژمنه وي، داسې نه وي لکه اوس چې نېږدې هرکال پر دې خبرې کېږي چې امریکایي ځواکونه ووځي که پاتې شي.

همدا راز باید له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو تقسیم اوقات ښکاره بیان نه کړو او د دې پر ځای باید په صبر هغه ژمنې پرځای کړو چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۱ کال کې د بن په غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د افغانستان د تحول او بدلون په کلونو بدل کړو.

نیشنل انټرسټ بیا لیکي چې امریکا او نړیواله ټولنه خپل شرطونه لري او دا شرطونه په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو په غونډه کې اعلان شوي دي چې افغانستان باید د نړیوالو د مرستو په بدل کې حکومتداري بهتره کړي او اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي.

نیشنل انټرسټ د افغانستان په اړه په خپلې اوږدې مقالې کې بیا یو کوچینی عنوان لري “د امریکا دلچسپي په افغانستان کې “خپرونه تر دې سرلیک لاندې لیکي:

د امریکا له نوي ولسمشره به دا پوښتنه کېږي چې افغانستان د امریکا امنیت ته څومره مهم دی؟

خپرونه بیا لیکي:

نننی افغانستان یوازې له ترورېزم سره د جګړې یا له اسلامي سخت دریځو سره د مبارزې مرکز نه دی، افغانستان په ښکاره خپل اهمیت لري، هم یې موقعیت مهم دی، هم یې اتحاد او هم له دې پلوه ارزښت لري چې له دې ځایه د سیمې پر افراطیانو بریدونه کیدای شي.

نیشنل انټرسټ لیکي:

افغانستان ته باید له دې نظره ونه کتل شي چې د امریکا امنیت ته مهم دی که نه دی، افغانستان ته باید دا اندیښنه وشي چې کله له ۱۹۸۹ کاله تر ۲۰۰۱ کاله امریکا هېر کړ، څه و نه شو.

نیشنل انټرسټ بیا لیکي، امریکا چې په کومو هېوادو کې پوځیان لري، د هغوی په منځ کې افغانستان په څو هېوادو کې یو دی چې د امریکایي پوځیانو هرکلی یې کړی دی، د افغانستان مشرانو خطر درک کړی او غواړي چې له امریکا سره د دې خطر د مخنیوي لپاره شراکت ولري او دا په داسې حال کې چې دغه افغان مشران ان په خپلو کې هم هر وخت همکاره نه وي.

نیشنل انټرسټ بیا پوښتنه کوي چې امریکا څرنګه خپل اهداف په افغانستان کې ترلاسه کولی شي؟

د خپرونې په باور په یوه نظر امنیت له طالبانو سره د سولې له لارې راتلای شي، خو نیشنل انټرسټ لیکي چې د دې خبرو په باره کې باید دقت وشي، په دې ځانونه پوه کړو چې د جګړې علتونه څه دي او که تاریخ ته وګورو په افغانستان کې جګړې تر ډېره قبایلي ریښې لري او جګړه تر نظریاتي اختلافي وي.

ښایي د وخت په تېرېدو یو شمېر ډلې خپلې وسلې پر مځکه کېږدي خو مهمه ډله د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو ده چې د دوی مشران په کوټه او پیښور کې اوسي او همدا راز په قبایلي سیمو او ښایي د کراچۍ په څېر ښارونو کې وي.

امریکایي څیړونکي بیا لیکي چې د اوږدمهالې سولې او پرمختګ لپاره، امریکا او نور مهم لوبغاړي، ناټو، هند، چین، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه باید د افغانستان د دولت د دومداره پیاوړتیا په خاطر مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ترورستانو د خوندي پناه ځای جوړو مخنیوی وکړي، د سیمې د لوبغاړو په ځانګړي ډول د پاکستان په چلند کې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG